بونیر کې بیا وسله وال ترسترګو کېږي

په بونیر کې په ۲۰۰۹ز کال وسله والو طالبانو د فرنټیېر کانسټیبلري ۳۰ اهلکاران برمته کړي ول چې وروسته یې پرېښول.

د خیبر پښتونخوا د بونیر ضلع اوسېدونکي وایي دغلته یو ځل بیا طالبان خپل فعالیتونه پيلوي چې د سیمې ولس یې اندېښمن کړی دی.

د دوی په وینا، د بونیر په ځینو سیمو کې وسلوال خلکو ته دړکې ورکوي او د تاوان اخېستلو ځینې پېښې هم مخې ته راغلي دي، بلخوا د سیمې انتظامیه وایي دغلته امنیتي حالات تر کنټرول لاندې دي او د وسلوالو په تګ راتګ یې نظر دی.

په چارشنبه له مشال راډیو سره په خبرو کې د بونیر یو اوسیدونکي بخت افسر وویل په تېرو ورځو کې زیاتره داسې وسلوال په ګدېزو او سلارزو تحصیلونو کې لیدل شوي: ''خلک سخت پرېشانه دی، دوی کلنګونه [بهتې] اخېستل پیل کړي دي، د سیمې پولیس هم د حالاتو د کنټرولولو خپل کوشش کوي، په بونېر کې د دوی شمېره کله کمه شي او کله زیاته خو مهمه خبره دا ده چې طالبان شته، دوی د ایلم په غرونو کې پناه اخستې ده.''

بخت افسر دا هم وایي په دغو کې زیاتره وسلوال د بونیر دي او د خيبر پښتونخوا له نورو سیمو نه هم دغلته د وسلوالو تګ راتګ پیل شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي سردار حسین بابک د نومبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل دوی په دې اړه په صوبایي اسمبلۍ کې تحریک التوا هم جمع کړی دی او دغه مسله یې په اسمبلۍ کې په څو څو وارې راپورته کړې ده خو د صوبایي حکومت لخوا ورته تر اوسه هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی: ''طالبان په بونیر کې له دې سره سره په باجوړ او وزیرستان کې هم بیا سر راپورته کوي. په بونیر کې اوس ځایي خلک له امنیتي سرتېرو سره مرسته نه کوي او د دغې وجه د ولس پر امنیتي عسکرو بې باوري ده او دا خبره موږ د سیمې له امنیتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده. طالبان دغلته شته، دوی خلکو ته لیکونه هم لیږي ، د تاوان پیسې هم غواړي او یو ځل بیا د خاموشۍ یو ماحول جوړ شوی دی چې دا یوه خطرناکه خبره ده.''

بلخوا په ټولنیزو رسنیو د خیبر پښتونخوا او د ملک د نورو برخو سیاستوالو، خبریالانو او د ټولنیزو چارو فعالانو په بونیر کې د طالبانو په فعالتونو او دغلته د دوی په یو وارې بیا راټولېدلو لیکل کړي دي.

د بونیر د پولیسو مشر سهیل خالد د نومبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته د سیمې د امنیت او دغلته د طالبانو د موجودیت په اړه وویل: ''یو څو طالبان چې شمېره به یې پنځه یا شپږ وي دغلته د ایلم غره په سرونو کې پټ دي، د دوی دلته کورنۍ دي نو ځي او راځي او دا جرایم پېشه دي څه داسې طالبان هم نه دي، نه چاته د تاوان ورکولو لپاره ویل شوي دي، نه څه بل څه خطر شته. په بونېر کې داسې هېڅ نشته او بونیر له طالبانو پاکه سیمه ده.''

دا هم وګورئ: هو په بونېر کې وسله وال شته: واکمن ګوند

له بونیر ضلعې د واکمن تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی شېر اکبر خان مشال راډیو ته وویل اوس مهال پر دې موضوع خبرې نه شي کولی خو له بونیره د تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړی ریاض خان د نومبر په ۱۳ مه مشال راډیو ته وویل دا خبره غلطه ده چې ګنې دغلته طالبان یوځل بیا راټولېږي: ''امنیتي ادارې خپلې هڅې کوي، څه يې پکې ونیول، یو تن دوه یې ابله ورځ هم نیولي ول خو دا تاثر غلط دی چې ګنې دغلته طالبان راټولېږي. دا زیاتره جرایم پیشه کسان دي.''

له بونیر سره سره په ځینو قبایلي ضلعو وزیرستان کې هم خلک د وسله والو د هلوځلو او د دوی په یو ځل بیا-راپورته کېدو اندېښمن دي او له حکومته په سیمه کې د امنیت پرځایکولو غوښتنه کوي.