د لاسرسي ځای

تازه خبر

هو په بونېر کې وسله وال شته: واکمن ګوند


په بونېر کې په ۲۰۰۹ ز کال وسله وال طالبان
په بونېر کې په ۲۰۰۹ ز کال وسله وال طالبان

د خیبر پښتونخوا حکومتي ګوند تحريک انصاف هم د هغو رپوټونو پخلی وکړ چې په بونېر کې وسله والو بیا سر راپورته کړی دی خو وايي چې شمېر يي لږ دی او له منځه به يوړل شي.

له بونېره د حکومتي ګوند تحريک انصاف د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی رياض خان د اګست په ۱۴ مه مشال رېډيو ته وويل چې د دوی په ډګر تحصيل کې هم وسله وال شتون لري. دی زیاتوي: ''که څه هم په بونير کې له ۲۰۰۸ ز کال راهیسې کړکېچ موجود دی خو اوس حالت بيا خراب شوي دي. د ده په وینا هغه ځکه چې د دې سيمې يو څو وسله وال دي، کله ولاړ شي او کله بيا راشي.''

همداراز څرګندونې په بونېر کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شېر اکبر خان هم د چارشنبې پر ورځ مشال رېډيو ته وکړې. که څه هم دوی په بونېر کې د موجودو وسله والو شمېره کمه ښيي خو په دغه سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر او د صوبايي اسمبلۍ غړی سردار حسین بابک بيا وايي چې هلته د تحريک طالبان پاکستان ګڼ وسله وال په رڼا ورځ ګرځي او له خلکو په زوره پيسې اخلي.

سردار حسین بابک د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې ده ته يې هم د اختر په دوهمه ورځ خط لېږلی وو او ورته یې ليکلي دي: ''دوی [وسله والو] په بونېر کې عمليات پیل کړي دي او [موږ ته د الله په لار کې د جهاد لپاره پېسې راکړئ.''

بابک زیاتوي وسله والو په لیک کې دا هم کښلي دي: ''د کفري نظام ملاتړ پرېږدئ ګنې له موږ سره ځانمرګي بريدګر هم موجود دي او ځان تيار ساتئ.''

سردار حسین بابک وايي په بونېر کې د امنيتي سرتېرو په موجودګۍ کې د وسله والو بيا راپورته کېدو ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.

د عوامي نېشنل پارټۍ یوه فعال او سکالر خادم حسین هم پر خپله فېسبوک پاڼه د خپل ګوند د صوبايي مشر اېمل ولي خان ته د وسله والو د دړکو استولی لیک خپور کړی او کاږي چې سرکاري انتظامیه هم ورته وايي خپلې بوختیاوې راکمې او محدوده کړه.

​د سيمه ييزو چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي په سوات او بونير کې له وروستيو بريدونو داسې ښکاري چې هلته وسله وال او د هغوی پلويان شتون لري خو په خبره يې چې خطر نه شي جوړولی ځکه چې شمېر يې کم ښکاري.

يوسفزي د چارشنبې پر روځ مشال رېډيو ته وويل، په بونير کې وسله وال ځکه راپورته کېږي چې کېدای شي په بشپړه توګه نه وي ختم کړل شوي: ''د دې وسله والو په بونير او سوات کې مرکزونه وو او هلته يې خپل پلويان او ملګري جوړ کړي دي. بله دا چې دا وسله وال کولای شي دلته بريدونه وکړي او بيا سوات ته ولاړ شي يا افغانستان ته ولاړ شي.''

د حکومتي ګوند تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی رياض خان وايي په بونير کې د وسله والو له منځه وړو لپاره هلې ځلې روانې دي خو په دې کې به وخت لګېږي: ''حکومت خو له وړاندې د ترهګرۍ پرضد جنګ پیل کړی دی خو د الا دين څراغ ورسره نشته چې سمدستي هرڅه بدل کړي.''

د يادونې ده چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان پوځ د ملاکنډ په سوات، بونېر، دیر او شانگله سیمو کې له هغه پس پوځي عملیات وکړل چې طالبانو یوشمېر سیمې نیولې وې او هلته يې خپل نظام اعلان کړی وو او خلکو ته به يې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG