د دوتاڼو او ځليخېلو ترمنځ اوربند خو په کوم شرط؟

جنوبي وزیرستان په نقشه کې

پراګ ـ د جنوبي وزيرستان انتظاميه وايي چې په سیمه کې یې د ځلیخېل وزیرو او دوتاڼو تر منځ وسله واله شخړه کې ډزبندي کړې ده. نښته پر ځمکې د ملکیت پر سر پېل شوې وه چې د چارواکو په وینا، په ۱۰ ورځو کې به د جرګې له لارې د ځمکې دا لانجه هواروي.

د سیمې مرستیال ډپټي کمېشنر دلنواز خان وزیر د اګست پر ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل د دواړو قبیلو ترمنځ ډزبندي شوې او مورچې خالي شوي دي. هغه زیاته کړه.

"په دې شخړه کې درې کسان وژلې شوي ول او پنځه نور ژوبل شوي ول ، خو اوس ډز بندي شوې ده او دا پرېکړه شوې ده چې په ۱۰ ورځو کې به د دې ځمکې اسناد په ډاګه کوي. د مسودوجرګه به د انتظامیې په مرسته د قضیې فيصله کوي."

دلنواز وویل د لانجې ځمکه غېر اباده او غريزه ده چې رقبه یې له اتو تر لسو زرو کنالو پورې ده.

د پاکستان د نورو ځمکو ریکارډ له حکومت سره شته خو د قبایلي سیمو د ځمکو یوازې د انګریز په زمانه کې له حکومت سره و. قبایلو د ځمکې زیاتره لانجې د جرګو له لارې هوارې کړي دي. دا چې د دغې لانجمنې ځمکې د ملکیت مالومولو او د قضیې د حل لپاره به له کومې لارې کار اخیستل کیږي؟

د لانجې ځمکه غېر اباده او غريزه ده چې رقبه یې له اتو تر لسو زرو کنالو پورې ده.
اېډیشنل ډپټي کمشنر دلنواز خان وزیر

د درې مسودو جرګې یو مشر ملک هاشم خان وایي، چې د دواړو قبيلو غوښتنه ده چې د ځمکې د حد او ملکيت تعين دې د انګريزانو د دورې د ځمکو په اسنادو وکړل شي، هغه زیاتوي.

"ډز بندي په دې لوظ شوې ده چې په لسو ورځو کې به حکومت د انګريزانو د دورې د ځمکې د ملکيت اسناد لټوي او جرګې له به یې ورکوي ، بیا به جرګه پرېکړه کوي"

په واڼه کې موجود یو خبریال سعود الرحمان مشال راډيو ته وويل چې دواړه قبيلې په يو بل د قبضې تور لګوي او د ځمکې د ملکیت دعوه کوي.

"دوتاڼي واي چې وزيرو په یاده ځمکه ابادۍ شروع کړي وزير هم دغه ډول الزام لګوي ، تير کال هم په دې ځمکه وسله واله نښته شوې وه چې د جرګې یو ملک پکې وژل شوی وو."

دلنواز وزير وایي، د ځمکو اسنادبه د کواټ او ډېره اسماعيل خان کمشنر په دفتر کې لټوي او هیله لري چې د انګرېز د وخت اصلي اسناد به ترلاسه کړي.