د کوټې وکیلان د اتم اګست ناورین لمانځي

د اتم اګست پېښې (۲۰۱۶) د وژل شویو وکیلانو انځورونه چې د انځورګر شرجیل بلوڅ کښلي د بلوچستان های کورټ ودانۍ کې نندارې ته اېښودل شوي. ۲۰۱۷ز کال اتم اګست

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې نن پنجشنبه په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی.

درې کاله وړاندې د کوټې په لوی سرکاري روغتون کې د یوه ویشتل شوي وکیل د پوښتنې لپاره پر راټولو شویو وکیلانو ځانمرګی برید شوی وو چې پکې د دې شاته پاته صوبې د دوو خبریالانو په ګډون شااو خوا ۵۴ وکیلان له منځه ولاړل او ګڼ پکې ژوبل شوي هم ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوټې اتم اګست قربانیان باید تل یاد وساتل شي

د اګست پر اوومه نېټه په کوټه کې د شهید بازمحمد کاکړ فاونډیشن تر سیوري لاندې د هغې خونړۍ پېښې یادغونډه کې د وژل شویو وکیلانو خپلوانو، سیاسي کارکونکیو او وکیلانو په خپلو ویناګانو کې وویل چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ خونړیو څپو د ژوند هره برخه وځپله خو د د اتم اګست د وکیلانو ویر او غم نه هېرېدونکی دی.

د غونډې په څنګ کې له مشال راډيو سره په خبرو کې د اتم اګست په ناروین کې د وزل شوي یوه وکیل اېمل خان وطنیار پلار تاج محمد دوست غوښتنه وکړه چې د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضۍ عیسا پر هغه رپوټ دې ولس ته په ډاګه کړل شي: ''د دوست په خبره په هغه رپوټ کې قاضي عیسا د ټولو ښکېلو اړخونو یا ملوثو خلکو ذکر کړی دی، د هغوی نشاندهي شوې ده. نو ځکه [موږ غواړو] چې د قاضي عیسا کمېشن دې په ډاګه کړل شي او د وکیلانو له کورنیو سره به همدا تر ټولو غوره انصاف وي.''

پر دې مهال د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل په هغه ناوړه پېښه کې د بلوچستان یو ځلیدلی سباون تر یوه پلان لاندې له منځه یووړل شو. دی وايي دا یوه داسې طبقه په شهادت ورسول شوه چې د دې وطن د راهنمايي خلک ول، دا د سبا په لیکه کې ولاړ ججان ول، او ټول د دغه صوبې د غریبو کورنیو هغه خلک ول چې د خپلو میندو-پلرونو او وروڼو په زیار او ډېر محنت او د لکونو لکونو روپیو په لګښت تر دې ځایه را-رسېدلي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې پر اتم اګست د وژل شوو خپلوان له حکومته مرستې غواړي

د شهید بازمحمد کاکړ فاونډیشن تر سیوري لاندې غونډې برخوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د اتم اګست د شهیدانو له کورنيو سره د مرستو کړې ژمنې دې پوره کړي، د دوی په وینا لا یې هم کورنیو ته حکومتي مرستې نه دي رسېدلي.

په کوټه کې نن (اتم اګست) وکیلان، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل پارټۍ د اتم اګست یادغونډې کوي. بلخوا د پاکستان بار کونسل په غوښتنه هم نن (اتم اګست) په ټول ملک کې د وکیلانو کاربندیز دی چې پکې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د کوټې وژل شویو وکیلانو لمانځنه، له کشمیریانو او ورسره د سپریم کورټ د دوو ججانو جسټس قاضي فایز عیسا جج کریم خان اغا سره پیوستون ښودل دي.

دا هم وګورئ: ''د اتم اګست ناورین نه هېرېدونکې پېښه ده''

وکیلان له حکومته غوښتنه کوي چې د یادو دوو ججانو خلاف راوړي سرکاري ریفرنسونه دې بیرته واخلي ګنې په غونډ ملک کې به په احتجاجونو لاس پورې کړي. سږ کال په مې میاشت کې د ولسمشر عارف علوي په امر د دواړو ججانو خلاف کېسونه پرانستل شول. پر دوی تور دی چې په بهر ملکونو کې یې شتمنۍ نه دي په ډاګه کړې خو ججان دا تورونه ردوي.