د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د اتم اګست ناورین نه هېرېدونکې پېښه ده''


د بلوچستان وکیلانو نن د۲۰۱۶ ز کال د اتم اګست ناورین پرضد د کوټې په ګډون د صوبې له ټولو عدالتو بایکاټ کړی وو. دوه کاله وړاندې د اګست پر ۸مه نېټه د کوټې په لوی ولسي روغتون کې یوه ځانمرګي بریدګر د ۵۷ وکیلانو په ګډون دوه خبریالان او یوشمېر ولسي وګړي وژلي ول.

د بلوچستان های کورټ په ودانۍ کې د یادغونډې ویناوالو وژل شویو وکیلانوته د عقیدت پیروزینې وړاندې کړې.

د بلوچستان وکیلانو اتحادیې پخوانی سرمنشي نصیب الله ترین ایډوکیت وویل چې د اتم اګست خونړۍ پېښې څېړلو لپاره یو قضايي جرګه ګۍ (جوډیشل کمېشن) ګمارل شویو وو او هغه کمېشن ته وکیلانو خپل بیانونه ورکړل، چې په پایله کې کمېشن په خپلو پلټنو ګروږنو کې دا وویل چې ځینو ادارو غفلت کړی دی او هغوی ته دې سزا ورکړل شي خو تر اوسه د هغو ادارو ذمه وارو کسانو ته هېڅ سزا ور نه کړل شوه.

اړوند راپورنه

که هغه ځل وژل شوی وای نن به مې دريم تلين و

په کوټه کې مدعي، مدافع او جج شته خو وکيل نه

په دستوره کې له پېښوره، کراچۍ او اسلام اباده هم نامتو وکیلان او قانونپوهانو ګډون کړی وو. له مردانه ورغلي یوه وکیل زاهد جمال باچا ایډوکیټ و مشال راډیو ته وویل چې د ۸ م اګست ناورین یوه نه هېرېدونکې پېښه ده.

منیر وکیل: د اتم اګست خونړۍ ورځ مې یوه شېبه له یاده نه وځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خېبر پشتونخوا بار کونسل مرستیال مشر نور عالم خان ایډوکیټ هر هغه څوک چې د قلم او امن خبره کوي هم د هغو بچیان یتیمان کېژي.

نور عالم خان ایډوکیټ زیاته کړه چي تر څو په ملک کې د انصاف ورکولو چارې او نظام نه وي سم سوی تر هغو پورې امن نه سي راتللی. د نوموړي په خبره پکار ده چي قاضیان او قانو نپوهان د انصاف ورکوولو لپاره خپل کردار ادا کړي، نو دغه ډول به په ټولنه کي امنیت راشي.

د اتم اګست پېښې پرضد په کوټه کې د وکیلانو بایکاټ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:39 0:00

XS
SM
MD
LG