په پېښور کې نن [د جنوري پر پينځمه] سهار په یوه چاودنه کې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودونکي توکي د پېښور صدر په کاله باړۍ بازار کې په یو ګاډي کې اېښودل شوي ول چې وروسته وچاودېدل.
د پېښې ژوبل کسان د ښار لېډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي.
دا هم وګورئ: اورکزو چاودنه: د مړیو شمېر ۳۳ ته ورسېدد دغه روغتون ویاند عاصم خان مشال راډیو ته وویل چې د چاودنې په ژوبل شویو شپږو کسانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.
د نوموړي په وینا د ټولو ژوبل شويو کسانو روغتیايي حالت له خطرې بهر دی.
د پېښور د بم شنډولو څانګې مشر شفقت ملک د پېښې په اړه وايي چې په دې چاودنه کې یوازې بارود کارول شوي دي چې پکې شاوخوا هټيو ته هم زیان رسېدلی دی.
د چاودنې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.