د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو چاودنه: د مړیو شمېر ۳۳ ته ورسېد


نن د کوزو اورکزیو په کلايي هېډ کوارټر کې یوې بمي چاودنې ۳۳ کسان وژلي او تر ۵۰ ډېر یې ژوبل کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د دغې قبايلي سيمي يوه چارواکي نن [جمعه] مشال راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دا چاودنه هغه وخت وشوه کله چې په بازار کې د جمعې مېله لګېدلې وه او هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه. د نوموړي په وينا د پېښې پلټنې روانې دي خو د لومړنيو معلوماتو تر مخه داسې ښکاري چې هلته بارودي مواد اېښودل شوي ول.

اورکزيو کې خونړۍ چاودني ۳۱ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

د نجم الحسن په نوم يو ځايي استوګن مشال راډيو ته وويل چې له چاودنې سمدستي وروسته چې له کوره ووت نو هر لور ته مړي او ژوبل پراته ول.

''په لومړي سر کې خلک د چاودنې ځای ته له دې وېرې نږدې ته ورتلل، داسې نه چې بله چاودنه ورپسې وشي. خو بيا وروسته موږ ورغلو او لومړی مو ژوبل کسان راپورته کړل ځکه چې مړيو خو هسې هم خپل ژوند بايللی وو.''

خیبر پښتونخوا: د اورکزو چاودنې یو ژوبل تن د کوهاټ روغتون ته وړل کېږي، ۲۳ نومبر، ۲۰۱۸
خیبر پښتونخوا: د اورکزو چاودنې یو ژوبل تن د کوهاټ روغتون ته وړل کېږي، ۲۳ نومبر، ۲۰۱۸

چارواکي زياتوي چې د پېښې ژوبل کسان او مړي يې د کلايي هېډکوارټر روغتون ته رسولي دي. د دې روغتون يو سرجن ډاکټر نواب علي مشال راډيو ته وويل چې يو شمېر ناروغان يې پېښور او د کوهاټ روغتونونو ته لېږدولي دي. د نوموړي په خبره ​د ۱۲ حالت د اندېښنې وړ دی.

خیبر پښتونخوا: د کوهاټ روغتون روغتیاپالي د اورکزو چاودنې یو ژوبل تن وړي، ۲۳ نومبر، ۲۰۱۸
خیبر پښتونخوا: د کوهاټ روغتون روغتیاپالي د اورکزو چاودنې یو ژوبل تن وړي، ۲۳ نومبر، ۲۰۱۸

د اورکزیو په کلايي سیمه کې زياتره شیعه مسلمانان اوسېږي او د بريد ځای ته څېرمه د هغوی يوه مدرسه هم شته. تر دې دمه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG