پاکستان د نومبر پر ۲۰مه، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت شارژدافېر پاول جونز وربللی دی او هغه ته یې په ګیله کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري لګول شوي تورونه بې ځایه بللي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په سېشبه په یوه بیان کې ویلي چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د خپل رول په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په باب یې خپله ګیله پاول جونز ته سپارلې ده.
په خپاره کړي بیان کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړی او د امریکا له لوري د افغانستان ستونزې سیاسي حل را-اېستلو تر اعلا وروسته امریکا او پاکستان د سیمې له نورو ځواکونو سره په ملتیا د دغه اوږدې لانجې ختمولو هڅې کوي او پر دې نازک پړاو بېځایه تورونه د دې مهمې همکارۍ لپاره زیان رسولای شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یکشنبه پر پاکستان د سلګونه میلیونه ډالره مرستې د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه. هغه وویل، چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه کوي او حکومت یې د القاعده له مشر سره مرسته کړې وه چې په پوځي ښار کې یې پټ شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي چې نور پاکستان ته پیسې نه ورکوي.
"موږ نور پاکستان ته په اربونو ډالر نه ورکوو ځکه دوی زموږ پیسې وړي خو په بدل کې هېڅ نه کوی. بن لادن یې لویه بېلګه ده، افغانستان یې بل مثال دی. دوی لکه ډېری نور هېوادونه له امریکا پیسې اخلي خو په بدل کې هېڅ هم نه ورته کوي."
....We no longer pay Pakistan the $Billions because they would take our money and do nothing for us, Bin Laden being a prime example, Afghanistan being another. They were just one of many countries that take from the United States without giving anything in return. That’s ENDING!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 19, 2018
ټرمپ له فکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ایبټاباد ښار ته په اشارې وویل، په پاکستان کې خلک پوهېدل چې د القاعده د ترهګرې ډلې مشر هلته اوسي.
نوموړي زیاته کړه: "پوهېږئ، فکر وکړئ په پاکستان کې چېرې اوسېده، فکر کوم په پاکستان کې به ډېر ښکلی ځای و."
هغه کور چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې بنلادن پکې ووژل شو، وروسته د پاکستان پوځ ویجاړ کړ.
د امریکا او پاکستان ترمنخ اړیکې د تېرکال په اګست کې وروسته له هغې خرابې شوې چې ښاغلي ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره نوې پالیسي اعلان کړه او پر پاکستان یې کلک انتقادونه وکړل چې طالبانو ته پناهځایونه ورکوي.
ده وویل، پاکستان داسې ورانکارو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې امریکایان وژني.
ټرمپ په عین حال کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو د ساتلو له کبله به ډېر څه له لاسه ورکړي.
د عمران خان غبرګون
د پاکستان وزيراعظم د امريکايي ولسمشر د بیان په ځواب کې ویلي چې د پاکستان پر ضد د ښاغلي ټرمپ کړې څرګندونې بايد سمې کړل شي.
نن پر خپله ټويټر پاڼه عمران خان څو مثالونه ورکړي چې پکې د پاکستان د قربانيو او زيانونو ذکر شوی.
هغه ليکلي چې د يوولسم سپټمبر په پېښه کې يوه پاکستاني هم لاس نه لرلی خو بيا هم پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه واخیستله، دا شان د ده په وينا په جګړه کې ۷۵ زره پاکستانيان ووژل شو او د هېواد اقتصاد ته ۱۲۰ اربه ډالر تاوان ورسېدلی امريکا يې هېواد ته تش شل اربه ډالره مرسته ورکړې.
عمران خان کاږي چې زموږ قبایلي سیمې ویجاړې شوې او په میلیونونه وګړي یې بې کوره کړل شول. جګړې د عادي پاکستانیانو پر ژوند بد اغېز کړی دی. پاکستان امریکا ته د ځمکې او هوا له لارې د رابطې وړیا یا مفته رسايي ورکړې. ایا ښاغلی ټرمپ بل یو ملګری داسې ښودلی شي چې د پاکستان هومره قرباني یې ورکړې وي؟
3. Our tribal areas were devastated & millions of ppl uprooted from their homes. The war drastically impacted lives of ordinary Pakistanis. 4. Pak continues to provide free lines of ground & air communications(GLOCs/ALOCs).Can Mr Trump name another ally that gave such sacrifices?
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) November 19, 2018
عمران خان کښلي پر پاکستان د خپلې ناکامۍ تهمت اچولو څخه ښه دا ده، امریکا باید خپل جاج واخلي چې د ۱۴۰۰۰ ناټو ځواکونو او ۲۵۰۰۰۰ افغان سرتېرو او د رپوټونو له مخې د افغانستان په جنګ کې د یو سل اربه ډالرو لګولو سره سره طالبان نن تر بل هر وخت پیاوړي دي.
د پاکستان بشري حقونو وزیرې شېرین مزارۍ د نومبر پر ۱۹مه پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې د 'هغو پاکستانيو مشرانو لپاره یو پند دی' چې تل یې د امریکا خوشالولو پر تګلاره کار کړی دی.
هغې ویلي د ۱۱م سپټمبر تر پېښې وروستو پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړې دي، په ناقانونه یې په ډرون حملو کې خلک وژل شوي دي او دغه لسټ یې اوږد دی.
Trump%27s tirade against Pak & his claim that that Pak does not do "a damn thing" for the US shd be a lesson for those Pak ldrs who kept appeasing the US esp after 9/11! The renditions; the loss of Pak lives in US WoT; the free space for Raymond Davis & other operatives; etc etc
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) November 19, 2018
د یادولو ده چې د امریکا حکومت تېره میاشت پاکستان ته ۳۰۰ میلیون ډالره پوځي مرسته هم لغوه کړه، ځکه چې د واشنګټن په وینا اسلام اباد په خپله خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو خلاف کافي اقدامات نه کوي.
د امریکا ولسمشر له فکس نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې افغانستان او عراق ته به سفر وکړي او هلته به له امریکايي پوځیانو سره وویني.
د امریکا ولسمشر وویل چې د امنیتي ستونزو له کبله د خپل سفر پلان نه اعلانوي. له کله چې ډونالډ ترمپ ولسمشر غوره شوی، تر اوسه پورې یې افغانستان ته سفر نهدی کړی.
پرده له دې کبله چې د ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې یې افغانستان او عراق ته سفر نهدی کړی، انتقادونه کېږي.
دا هم وګورئ: پامپیو: پاکستان ته تر دې زيات څرګند پيغام نه شو ورکولی دا هم وګورئ: امریکا وايي پاکستان د وسله والو ضد له زړه ګامونه نه اخلي