د بلوچستان ګوادر کې پنځه کارګران وژل شوي

د بلوچستان په ګوادر کې نامالومو وسله والو پنځه تنه کاریګر په ډزو وژلي دي. دا پېښه د چارشنبې مازیګر له ګوادره ۶۰ کلومیټره لیرې د پشګان او ګنځ په منځنۍ سیمه کې شوې ده.

وژل شوي کسان د کورونو په یوه شخصي پروژه کې په کار بوخت ول. په پېښه کې درې نور کاریګر ټپيان شوي هم دي.

بریدګر تر ټکانو وروسته په موټرسایکلپه تېښته بریالي شوي دي.

د ځايي خبریالانو په وینا په پېښه کې وژل شويو کسانو کې دوه د کراچۍ یو د سکهر یو د پېښوراو یو د وډ بلوچستان اوسیدونکي ول.

دا هم وګورئ: سعودي عرب په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي

دا هم وګورئ: په ګوادر کې ۱۰ مزدوران وژل شوي دي

د راپورونو له مخې پولیسو په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي د هغوی سیمو ته لېږدولي دي‎.

د دېپېښې ذمه واري هېچا هم لا پر غاړه نه ده اخیستې.

په دغه سیمه کې له تېرو څو کلونو راهیسې بلوڅ وسله والي ډلي بریدونه کوي او پروسږ کال د مې په میاشت کې یې د پنجابصوبې ۱۰ کاریګر وژلي ول.

بلوڅ وسله والې ډلې د بلوچستان پر قدرتي شتمنیو او وسایلو د دغه صوبې د لا کورواکۍ غوښتنه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه