د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې ۱۰ مزدوران وژل شوي دي


دبلوچستان په ساحلي ولسوالۍ ګوادر کې د ناپیژندل شوي وسله والو د ډزو په نتیجه کې ۱۰ مزدوران وژل شوي دي.

د ګوادر د ځايي پولیسو په وینا دا پېښه له ګوادر څخه ۲۰ کلو میټره لیرې د پشکان په سیمه کې نن هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دغه مزدوران د پرمختیا په یوه پروژه کي په کا ر بوخت ول.

پولیس وايي پر دوو موټرسایکلو سپرو څلور وسله وال دغه سیمې ته ورغلي دي او په مزدورانو يي ډزې کړي دي. د برید په نتیجه کې اته کسان په ځاي وژل شوي دي او دوو ټپیانو روغتون ته په لاره ساه ورکړی ده.

چارواکي وايي دغه مزدوران دسیند ایالت نوشیره فیروز سیمې وسیدونکي وو او دډاکټرانو له لوري د پوسټمارټم ورسته به دغه مړي خپلو سیمو ته ولیږل شي.

دبلوچستان حکومت دا پیښه په کلکه غندلې ده او ترهه ګري يي ګڼلې ده. په کویټه کي دکورنیو چارو صوبايي وزیر میر سرفراز بګټي خبریالانو ته ویلي دي چي امنیت خرابه ونکي اوس ډیرلږ پاتې شوي دي ـ نوموړي د ګوادر وپولیسو ته امرورکړې دی چي په پیښه کي تورن کسان دې سم دلاسه ونیسي ـ خو تر دم ګړۍ پولیسو لا څوک نه دي نیولي او نه هم یوې وسله والې ډلې د دې وروستۍ پیښې ذمه واري منلې ده. دیادوني وړ ده چي تر دې مخکې په ګوادر او تربت کې پردغه ډول مزدورانو دبرید پړه تل بلوڅ بیلتون پالو منلې ده.

XS
SM
MD
LG