د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي


عمران خان د سعودي عرب له پاچا سره
عمران خان د سعودي عرب له پاچا سره

پراګ - پاکستان او سعودي عرب په ګوادر کې د تېلو پاکولو د یوې کارخانې جوړولو موافقه کړې.

په پاکستان کې د سعودي عرب پلاوي د اکتوبر پر څلورمه د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر ته سفر وکړ او هلته د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یو شمېر روانو پروژو په اړه مالومات ورکړل شو.

د پاکستان د پېټرولو وزیر غلام سرور او حکومتي ویاند فواد چودري د اکتوبر د څلورمې پر ماخوستن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د سعودي عرب د تېلو شرکت به په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي.

د سعودي عرب لوړپوړی حکومتي پلاوی د دې لپاره پاکستان ته تللی وو چې هلته د ممکنه پانګونې په اړه د شرایطو جاج واخلي او سلا مشورې وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې له اقتصادي ستونزو سر ټکوونکی پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸م کال د سپټتمبر پر ۱۸مه نېټه سعودي عرب ته ولاړی او د هغه هیواد له مشرتابه سره یې پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.

د عمران خان په مشرۍ کې تللي پلاوي کې شامل د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چوهدري تر ستنېدو وروسته د سپټمبر پر ۲۰ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل ، سعودي عرب ته یې بلنه ورکړې ده چې په چین پاکستان اقتصادي راهداۍ کې د دریم برخه وال په توګه ورګډ شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا سعودي عرب په چین پاکستان اقتصادي راهداري کې شاملېدای شي او که نه؟ او که چېري سعودي عرب په پاکستان کې ښکېل شي نو دا به د پاکستان او سیمې پر حلاتو څه ډول اغېز وکړي؟

د سي پیک نقشه
د سي پیک نقشه

​د چین له اړخه په دې اړه غبرګون مخې ته لا نه دی راغلی خو د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي، سعودي عرب په سي پیک کې برخه نشي اخیستلای.

ده وویل، "دا د چین او پاکستان ترمنځ تړون دی چې له مخې به یې چین په پاکستان کې په بجلي ، اورګاډي او سړکونو کې سرمایه کاري کوي او په دې کې دریم هیواد نشي شاملېدای."

اکرام هوتي وویل ، اوس که کوم هیواد یا کمپنۍ د سي پیک په یو برخه کې پانګونه کوي هم نو به له چین او پاکستان دواړو منظوري اخلي.

خو د ده په وینا ، کله چې دا پروژه سرته ورسي نو بیا پکې د سعودي عرب په ګډون چا هیواد یا سرمایه کار ته د سرمایه کارۍ لاره هوارېږي.

اکرام هوتي وویل چې کله دا پروژه مکمله شي نو هلته به د تېلو د پاکولو کارخانې جوړېږي ، هلته به بجلي ګهرنه لګېږي او هلته به نورې داسې پروژې وي نو په هغه کې بیا هر څوک پانګونه کولای شي.

د سیاسي چارو کارپوه رفیع لله کاکړ وايي ، د پاکستان حکومت دا وخت له سعودي عرب سره په دې اړه خبرې کوي چې د یو شمېر پروژو چارې هغوي ته وسپاري.

خو د ده په وینا ، که سعودي عرب په پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان کې ښکېل شي نو دا ښايي پاکستان ته ستونزې جوړې کړي.

رفیع الله کاکړ وویل ، “ اوسمهال د پاکستان له خوا سعودي عرب ته د درو پروژو د ورسپارل کېدو په اړه خبرې روانې دي چې یوه پکې د ریکوډک ، بله په ګوادر کې د تېلو پاکولو او یوه بله پروژه ده.” د ده په خبره ، که دا پروژې سعودي عرب ته ورکړل شي نو له دې سره د پاکستان او ایران اړیکې خرابېدای شي.

شاه محمود قرېشي او جواد ظریف
شاه محمود قرېشي او جواد ظریف

رفیع الله کاکړ وايي ، دا ځکه چې بلوچستان له ایران سره پر پوله پروت دی او ایران خپلې پولې ته په څېرمه سیمه کې د سعودي عرب نفوذ نه غواړي.

نوموړي وویل، "دلته ایران او ځینې نورې داسې خلک دا وېره لري چې سعودي عرب به په بلوچستان کې خپله موجودګي د نورو مقصدونو لپاره وکاروي ، یعني د دوي په فکر سعودي عرب به دلته د ایران ضد فرقه ییزو ډلو ملاتړ زیات کړي."

د ایران یو پلو له لسیزو راهسې له سعودي عرب سره اړیکې خرابې دي او بل پلو له پاکستان سره پر پوله پرته خپله سیستان بلوچستان صوبه کې د دوي په وینا له فرقه ییزو ډلو سره هم لاس او ګریوان دی چې وخت ناوخته یې ترمنځ خونړۍ نښتې هم رامنځ کېږي.

د داسې نښتو وروستۍ پېښه د سېپټېمبر پر ۲۸مه وشوه چې د ایران د انقلابي ساتوکي ځواک په وینا ، څلور وسله وال یې وژلي ، دوي یې ټپي کړي او نور ګاونډي هیواد – پاکستان – ته تښتېدلي وو.

پاکستان لکه څنګه چې هند او افغانستان ته له خپلې خاورې د وسله والو ورتګ ردوي هم داسې دریځ د ایران په اړه هم لري.

XS
SM
MD
LG