د افغان حکومت اجرايیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کندهار کې وروستۍ خونړۍ پېښې چې جنرال عبدالرزاق او جنرال مومن حسنخېل پکې وژل شوي ول، په باب په خپله وینا کې د افغانانو دښمنان څرګند دي او هڅه کوي، چې په خپلو ورانکاريو د افغانانو يوالي ته زيان ورسوي، چې په خبره يې بريالي به نه شي. اجراییه مشر نن پنجشبه په کندهار د جنرال رازق کور ته د دعا لپاره تللی وو.
زموږ شهید قهرمان نه یوازې د لوی کندهار دفاع ته لکه فولاد ولاړ وو بلکې د ټول افغانستان د دفاع سنګر یې سمبال کړی وو.عبدالبصیر سولنګی
ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار په منډیګګ ماڼۍ کې د قومي مشرانو یوې غونډي ته په وینا کول وویل چې د کندهار حمله پر افغانستان څرګند تېری دی او د دې خونړۍ پېښې په اړه به جدي څېړنې وکړي.
د نوموړي په وینا پر جنرال عبدالرازق د بريد لوری او د افغانستان دايمي دښمن معلوم او د هغوی نيت ښکاره دی.
اجراییه مشر وویل، چې د بريد اصلي تنظیمونکي او دوښمنان به هېڅکله هم له افغانانو څخه ورک نه شي.
دا هم وګورئ: افغان ولسمشر له پاکستانه د کندهار پېښې تورن وغوښتلکندهار ته له اجرایيه مشر سره په دې سفر کې ورغليو چارواکو وویل، چې پر جنرال عبدالرازق بريد د پاکستان استخباراتي ادارې ترسره کړی دی.
د حکومت د اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق وویل چې د جنرال عبدالرازق په وژنه کې د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای مخامخ لاس لري. نوموړي وویل د افغانستان څرګند او پټ دښمن دې خبر واوسي چې افغان ملت د دوی د هرډول سازشونو پروړاندې بیداره او یوموټی دی.
د فراه پخواني والي عبدالبصير سالنګي وویل چې: زموږ شهید قهرمان نه یوازې د لوی کندهار دفاع ته لکه فولاد ولاړ وو بلکې د ټول افغانستان د دفاع سنګر یې سمبال کړی وو.
دا هم وګورئ: د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار نوی ځایناستی امنیه قوماندانتر دې مخکي افغان ولسمشر هم ویلي و، چې د کندهار د بريد پلان په پاکستان کې طرح شوی خو د پاکستان حکومت په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي .
تېره پنجشنبه د اکتوبر په ۱۹مه نېټه جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس عبدالمومن حسېنخېل د دغه ولایت د والي په دفتر کې په یوهوسله وال برید کې ووژل شول او د کندهار د والي په شمول یوشمېر کسان ټپیان شول.
راپور: صادق ریښتونی