د نوبېلوالې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي په دوشنبه پر خپل ټویټر کښلي چې د ملالې انځور د برتانیا نېشنل ارټ ګالري برخه شو.
نوموړی کاږي د انځورګرې شېرین نشاط په لاسونو کښلي انځور باندې د پښتو د یوه وتلي انقلابي شاعر رحمت شاه سایل یو نظم چاپ شوی چې د ملالې یوسفزۍ په ویاړ یې پر هغې تر برید ډېر مخکې لیکلی وو.
د انځورګرې شېرین نشاط په ستاینه ښاغلي یوسفزی لیکي چې د هغې د هنر دغه خیالوره ټوټه غښتلتیا، زغم او ننګ انځوروي.
Portrait of @Malala by Shirin Nishat unveiled at @NPGLondon.The poem inscribed on the portrait is written by the great Pushto poet Rahmat Shah Sayel.We are grateful to the artist for creating this wonderful piece of art depicting strength,resilience&courage. pic.twitter.com/RLHMW93xxS
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) October 1, 2018
د نړۍ ګڼو انځورخانو (ارټ ګالریانو) د ملالې یوسفزۍ په باب کښل شوې هنري ټوټې خپلې کړې دي.
۲۱ کلنه نوبېلواله ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ م کال په سوات کې وسله والو په یوه برید کې ژوبله کړې وه چې وروسته یې د برتانیا په برمنګم کې درملنه وشوه. هغه هلته دا مهال په اکسفورډ پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.
دا هم وګورئ: د ضیاء الدین یوسفزي کتاب، ”پرې یې ږدئ چې والوځي“ دا هم وګورئ: کابل برید ماته کړم. ملاله یوسفزۍ دا هم وګورئ: ملاله: تعلیم په ښځینه او نارينه برابرۍ کې ستر رول لري