د شمالي وزیرستان په سپین وام کې د سیمې مشرانو او ځوانانو د پاکستانیو امنیتي ځواکونو د چلند پر ضد له دوشنبې راهیسې پرلت پیل کړی دی. دوی تور پورې کوي چې د سپین وام په ټیټۍ مداخېل کې تر یوې چاودنې پس پر عام ولس تشدد شوی دی او پرله پسې تر ګرځبندېز لاندې دی.
د دغه رویې او چلند پرضد د سیمې په سلګونه وګړي څه باندې لس کلومیټره له ټیټۍ تر سپینوامه په پښو ولاړل او هلته یې پرلت ووهلو. په پرلت کې د ګډون او پیوستون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي له شاوخوا سیمو هم ورغلي دي.
پرلتوال وايي پرامنه ژوند او انساني حقوق غواړي.
د ټیټۍ مداخېل یوه ځايي کس له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې ''امنیتي ځواکونه خلک له کورونو راباسي، لاسونه ورتړي، وهي یې او ګنټو ګنټو یې بندیانوي. په کورونو کې یواځې تورسرې پاتې وي نور ټول نارینه له ځانه سره بیايي. ځکه خو مو دا پرلت وهلی دی.''
د پرلت ختمولو لپاره به د دوی روا او جایزې غوښتنې منل کېږي.مرستیال کمینشر قیصر خان
د ټیټۍ مداخېل یو بل اوسېدونکي ایاز وزیر مشال راډيو ته وویل چې ''دوې ورځې وړاندې یې په سیمه کې د شپې مهال یوه چاودنه شوې وه، نو په دا سبا یې په کلي کې [پاکستانیو ځواکونو] عملیات پیل کړل. بې له اجازې کورونو ته ننوتل، له هغه پس خلکو ته زیاته غوسه پر دې ورغلله چې واړه وړوکي یې د سهار له اوو بجو د مازیګر تر شپږو بجو یې سرې غرمې ته درولي ول. خلکو پر دې پېښه نور خپل زغم وبایللی او لس کلومیټره له ټیټۍ مداخېله تر سپینوامه پلي ولاړل. او اوس دلته پر پرلت دي.''
د سپینوام پرلت
یوه بل تن حیات وزیر وویل چې ''په دې احتجاجي لریون او پرلت کې ورسره بوډاګان، واړه او ځونان مله دي. دی وايي د ژوند لپاره راوتلي دي، زوند غواړي. انساني حقوق غواړي. له کله چې ضرب عضب پیل شوی دی، دلته د انساني حقوق تر پښو لاندې شوي دي. زموږ تعلیم اغېزمن شوی دی. زموږ روغتون نه شته. زموږ لارې سړکونه نه شته.''
'روا غوښتنې یې منو'
د شمالي وزیرستان میرلي ډیویژن مرستیال کمېنشر قیصر خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په سپینوام کې ګڼو خلکو پرلت پیل کړی دی. دی وايي چې چارواکي سیمې ته رسېدلي دي او د پرلتوالو غوښتنې یې ځايي پاکستانیو امنیتي چارواکیو ته رسولې دي.
نوموړي وویل، د پرلت ختمولو لپاره به د دوی روا او جایزې غوښتنې منل کېږي.
په شمالي وزیرستان کې بیا بیا ولس د سرژغورنې، هدفي وژنو، ګرځبندېز، له ولسي وګړیو سره د مبینه ناسم چلند د مخنیوي لپاره پرلتونه کوي. تر دې وړاندې په رزمک، بویه او میرام شاه کې هم ولس د هدفي وژنو پرضد او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره راوتلی دی.
دا هم وګورئ: په میرلي کې په پنځمه ورځ هم پرلت روان دی