ولې پاکستان ګیرو ګوندونو له بلوچستانه مخ اړولی؟

عمران خان، بلاول بوټو او شهباز شریف

په پاکستان کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې ټاکنیز کېمپېن د نهې په شپه په ۱۲ بجې له پای ته رسېدو سره سم اوس د دغه هېواد لوی او واړه ګوندونه د چارشنبې ورځې انتخاباتو لپاره په تیاري بوخت دي.

د دغه د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د پاکستان په مرکزي کچه درې لوی ګوندونه لکه مسلم ليګ نواز، تحریک انصاف او پېپلز پارټۍ مشرانو د هېواد ډېری برخو کې خپلو ولسي غونډو ته ځانونه ورسول خو په بلوچستان کې انتخاباتي غونډو ته نه بلکې یوازې د مستونګ په بريد کې د وژل شوي يوه کانديد سراج ريساني د فاتحې لپاره ولاړ.

شهباز شریف، عمران خان او بلاول بوټو هغه درې مشران دي چې د ټاکنو په نتيجه کې به په پاکستان کې حکومت جوړوي نو ولې یې د انتخاباتي کمپاين پر مهال بلوچستان له پامه وغورځاوه؟

په کوټه کې د سياسي چارو پوه رفیع الله کاکړ يې وجه په مرکزي کچه د حکومت جوړونې په عمل کې د بلوچستان کمزوری پارلېماني حیثیت بولي.

نوموړی وايي چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د څوکيو شمېر ۲۷۲ دی چې پکې د بلوچستان برخه ۱۶ ده نو په داسې حال کې دغه درې واړه ګوندونه فکرکوي چې د حکومت په جوړولو کې د دې صوبې غړيو ته زيات ضرورت ښايي و نلري.

ځينې نور کارپوهان هم د رفيع الله کاکړ له دې شننې سره اتفاق کوي خو دوی يې يوه بله وجه د بلوچستان داخلي سياسي منظرنامه هم يادوي.

خبريال سيد علي شاه وايي چې يو خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بلوچستان څوکۍ لږې دي او چې شته هم د هغوی په اړه تحريک انصاف، مسلم ليګ نواز او پېپلز پارټۍ دا تمه نه لري چې دوی به يې وګټي.

د ده په خبره دلته مذهبي او ملتپاله ګوندونه پیاوړي دي نو زياتره وخت ډېرې څوکۍ هغوی ګټي.

سيد علي شاه او رفيع الله کاکړ دواړه وايي چې د پاکستان د درېو مهمو سياسي ګوندونو د مشرانو له خوا د بلوچستان انتخاباتي حیثیت ته زيات ارزښت نه ورکول به سياسي تاوان ولري. د دوی په وينا چې يو خو به د هېواد په کچه په پاليسي جوړولو کې د بلوچستان غږ موثره نه وي او ورسره په خلکو کې دا ناهيلي هم پېدا کېږي چې په ملي کچه دې صوبې ته د سيالې صوبې په سترګه نه کتل کېږي.

نور ولولئ

ټاکنیز کېمپېن ختم، پر ۲۵ جولای به ولس خپل استازي ټاکي

ناامني د انتخاباتو نتیجې بدلولی شي: سیاستوالان