د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناامني د انتخاباتو نتیجې بدلولی شي: سیاستوالان


د جولای پر ۱۳مه په بنو کې تر برید وروسته امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته تللي
د جولای پر ۱۳مه په بنو کې تر برید وروسته امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته تللي

پراګ - د پاکستان بېلا بېلو سیاسي ګوندونو ویلي دي چې د امنیت د خرابوالي له کبله د هېواد د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

په تېره یوه اوونۍ کې په پاکستان کې په درېو بمي چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان سیاستوالانو د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، ناامنۍ د انتخاباتو روڼوالی اغېزمنوي.

خو د جولای پر ۱۴مه، په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنیوي قامي ادارې (نیکټا) د پاکستان الېکشن کمېشن ته وویل، چې راتلونکیو عامو انتخاباتو ته هېڅ خطر نه شته. دې ادارې البته د شپږو سیاستوالانو نومونه یاد کړي چې ژوند ته یې خطر دی. په دوی کې د خېبر پښتونخوا د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم شامل دی.

له دې په خلکو کې مایوسي خپرېږي، او دا به پر انتخاباتو اثر واچوي.
افتاب احمد خان شېرپاو

له مشال راډيو سره په خبرو کې افتاب شېرپاو وویل، د ناامنۍ پېښې په ولس کې وېره خپروي او دا د انتخاباتو روڼوالی اغېزمنوي.

شېرپاو زیاتوي: ''باید نیکټا او امنیتي ادارو له وړاندې څخه د دې لپاره کار کړی وو، د داسې پېښو مخنیوی یې کړی وو، یوازې په بلوچستان کې ګڼ کسان ووژل شول نو له دې په خلکو کې مایوسي خپرېږي، او دا به پر انتخاباتو اثر واچوي.''

د جولای له ۱۰مې راهیسې په پاکستان کې لوی بریدونه وشول چې پکې دوه انتخاباتي امېدوران ووژل شول.

نیکټا د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته پر داسې وخت ډاډ ورکړی چې د جولای پر ۱۵مه په پاکستان کې د مستونګ د برید په مناسبت ویر وو.

د جولای پر ۱۳مه په هغه حمله کې د بلوچستان عوامي ګوند د امېدوار نوابزاده سراج رییساني په ګډون، له ۱۳۰ زیات کسان ووژل او له ۱۵۰ زیات ژوبل شول.

که یو څو سیاسي ګوندونه په نښه کېږي نو د هغوی ووټ به هم متاثرېږي
سردار حسین بابک

له بونېره د عوامي نیشنل ګوند امېدوار سردار حسین بابک وايي، په خیبر پښتونخوا کې په یو شکل، په بلوچستان کې په یو بل صورت او په پنجاب او سیند کې په نورو شکلونو او صورتونو کې د ځېنو سیاسي ګوندونو مخې ته خنډونه ولاړېږي.

بابک زیاتوي: ''په داسې ماحول کې به څنګه شفاف انتخابات کېږي چې په هر ځای کې د چاودنو خطره وي، که یو څو سیاسي ګوندونه په نښه کېږي نو د هغوی ووټ به هم متاثرېږي، او دا به د پاکستان او جمهوریت لپاره ډېره تاواني خبره وي.''

نیکټا یو خوا وایي خلکو ته خطره ده،بل خوا وایي چې انتخاباتو ته څه خطره نشته.
نګهت اورکزۍ

په پېښور کې د پیپلز ګوند سیاستواله نګهت اورکزی وایي، نېکټا پخپله په ولس کې وېره خپروي چې دا هم پر انتخاباتو اغېز لري.

نوموړې زیاتوي: ((نیکټا خپل کار په سمه توګه نه کوي، اوس هم خلکو ته دړکې ورکول کېږي، یو خوا وایي خلکو ته خطره ده،بل خوا وایي چې انتخاباتو ته څه خطره نشته، زه له دې خبرې سره اتفاق نه کوم .))

خو نیکټا ویلي دي چې په هېواد کې د امنیتي ګواښونو ارزونه کوي او دا تور یې په بیا بیا ناسم بللی چې ګواکې په خپله دنده کې پاتې راغلې.

هلته له سواته د تحریک انصاف په استازیتوب انتخاباتو ته نوماند سلیم الرحمان وايي، ځېنې قوتونه غواړي چې انتخابات ونه شي خو دوی به شکست ورکوي او په انتخاباتو کې به پوره برخه اخلي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي، د انتخاباتو پر مهال یې پوځ ته د ووټ ورکولو مرکزونو دباندې او دننه د امنیت ټینګولو دنده سپارلې.

د هېواد نګران وفاقي حکومت هم ویلي چې د کیمپېنونو او د جولای پر ۲۵مه د انتخاباتو لپاره یې صوبو ته د امنیتي پلانونو عملي کولو ویلي

XS
SM
MD
LG