د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک، عمران خان او شهباز شریف کوټې ته تللي


د مستونګ پېښې ژوبل شوي د کوټې روغتون ته وروړل شوي
د مستونګ پېښې ژوبل شوي د کوټې روغتون ته وروړل شوي

کوټه - د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک د جولای پر ۱۵مه کوټې ته ورغلی او هلته یې د بلوچستان له پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني په کور کې د هغه د کشر ورور سراج رییساني د وژنې فاتحه وکړه.

سراج رییساني د جولای پر ۱۳مه په مستونګ کې د بلوچستان عوامي ګوند د انتخاباتي کیمپېن پر غونډه په حمله کې وژل شوی وو چې د جولای پر ۱۴مه خاورو ته وسپارل شو.

په هغه برید کې له ۱۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي او له ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

د سراج رییساني مشر ورور نواب اسلم رییساني د بلوچستان پخوانی اعلا وزیر دی
د سراج رییساني مشر ورور نواب اسلم رییساني د بلوچستان پخوانی اعلا وزیر دی

د پاکستان حکومت د جولای پر ۱۵مه د مستونګ برید په غبرګون ویر کړی دی او په بلوچستان کې له دوو ورځو راهیسې ویر دی.

وزیراعظم ناصر الملک نواب اسلم رییساني ته ډاډ ورکړ چې د مستونګ برید پلټنې به کوي.

ورسره وزیراعظم صوبايي حکومت ته امر وکړ چې د انتخاباتو امنیت باوري کړي او د جولای پر ۲۵مه یې د ټاکنو لپاره د تیاریو جاج واخیست.

په عین وخت کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم کوټې ته ورغلی او هلته یې په روغتون کې د مستونګ پېښې له ژوبلو شویو سره ولیدل.

عمران خان هم کوټې ته ورغلی
عمران خان هم کوټې ته ورغلی

عمران خان هم د سراج رییساني دوعا وکړه او بیا یې خبري غونډې ته وویل چې د مستونګ برید موخه د انتخاباتو ځنډول دي خو هیله یې وښوده چې نګران حکومت به د شفافو ټاکنو کول باوري کړي.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۵مه د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف هم په کوټه کې د نواب اسلم رییساني کور ته ورغی او له هغه سره یې د هغه د ورور په وژنه غمرازي وکړه.

ده غوښتنه وکړه چې چارواکي دې د مستونګ پېښې پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د بلوچستان حکومت د برید ښکار شویو د کورنیو لپاره د مرستو اعلان کړی دی.

د مستونګ ځانمرګی برید پر داسې مهال شوی چې د جولای له ۱۰مې راهیسې په پاکستان کې پر انتخاباتي غونډو او دفترونو بریدونه شوي دي.

شهباز شریف د مستونګ پېښې پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه وکړه
شهباز شریف د مستونګ پېښې پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه وکړه

د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند پر انتخاباتي غونډه په ځانمرګي برید کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ سیاستوال هارون بلور سره د ۲۰ نورو کسانو ووژل شول.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه، شپې مهال د بلوچستان په خضدار کې د بلوچستان عوامي ګوند پر انتخاباتي دفتر هم حمله وشوه چې پکې دوه کسان ووژل شول. د دې حملې په سبا په مستونګ کې د همدې ګوند پر جلسه حمله وشوه چې پکې د انتخاباتي نوماند سراج رییساني په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په پاکستان کې تر ټولو خونړی برید دی.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی د جولای پر ۱۴مه د رییساني جنازې ته ورغلي ول.

XS
SM
MD
LG