د تحریک انصاف سیاستوال اکرام الله ګنډه پور په ځانمرګي برید کې ووژل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ډېره اسماعیل خان او بنو کې پر انتخاباتي امېدوارانو حملې شوې دي

ډېره اسماعیل خان او پراګ - د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په ټاکنو کې د تحريک انصاف ګوند پر امېدوار اکرام الله ګنډه پور بريد شوی چې پکې هغه وژل شوی دی.

د سي اېم اېچ روغتون او پولیسو چارواکو مشال راډیو ته وویل، ځانمرګی برید د جولای پر ۲۲مه په کولاچۍ کې هغه مهال شوی وو چې ګنډه پور یوې انتخاباتي غونډې ته پر لار وو.

په حمله کې د نوموړي ډرېور هم وژل شوی او د دوو پولیسانو په ګډون پکې شپږ کسان ژوبل دي.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې.

ګنډه پور په تېر حکومت کې د زراعت وزير وو.

هلته د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ظهور اپریدي مشال راډیو ته وویل، پر ګنډه پوره تر برید وروسته یې په ښار کې د ګواښ کچ لوړ کړی دی او د لټون عملیات یې هم پیل کړي.

په عین وخت کې په بنو کې د جمیعت علمای اسلام (ف) پر یوه سیاستوال او د متحده مجلس عمل پر انتخاباتي امېدوار اکرم خان دراني بريد شوی دی.

ځايي چارواکو مشال راډيو ته وويل چې وسله والو د جولای پر ۲۲مه، د دراني پر موټرو ډزې وکړي. دوی زیاتوي چې هغه ته زيان نه دی اوښتی خو دوه کسان زخميان شوي دي.

د دې بريد ذمه واري هم چا نه ده منلې.

دا په روانه مېاشت کې پر دراني دویم بريد دی.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۳مه د نوموړي پر کاروان په برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.