طالبانو د ملا فضل الله وژنه تایید کړې او نوی مشر یې ټاکلی

ملا فضل الله له ۲۰۱۳ز راهیسې د تحریک طالبان پاکستان مشر وو

ډېره اسماعیل خان - تحریک طالبان پاکستان د خپل مشر ملا فضل الله د وژنې تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې تر مشورو وروسته یې مفتي نور ولي مسود د ډلې نوی مشر ټاکل دی دی.

د تحریک طالبان ویاند محمد خراساني د جون پر ۲۳مه رسنیو ته په استولي بیان کې تایید کړې ده چې د جون پر ۱۳مه امریکايي ډرون الوتکې په کونړ ولایت کې ملا فضل الله وواژه.

بیان وايي، تر دې وروسته د تحریک مشرانو مشورې وکړې او نور ولي مسود یې نوی مشر کړ.

مسود د ابو منصور په نوم هم پېژندل کېږي چې د جنوبي وزیرستان د سروکۍ د ګورګورۍ اوسېدونکی دی او په ۱۹۷۸ز کال کې زېږېدلی دی.

نوموړی تر دې مخکې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر وو.

اړوند مطالب:

د ملا فضل الله د وخت ځورېدلي یې په وژنه څه وايي؟

امریکا د درو پاکستانیو وسله والو مشرانو په سر انعام ایښی

امریکا د طالبانو مشر ملا فضل الله د ترهګرو په لسټ کې اچولی

د جون پر ۱۴مه امریکايي پوځي چارواکو رسنیو ته وویل چې په کونړ کې یې د طالبانو یو مشر په نښه کړی دی.

تر دې یوه ورځ وروسته، د افغانستان د دفاع وزارت تصدیق وکړ چې په هغه برید کې ملا فضل الله وژل شوی دی.

امریکايي او پاکستاني چارواکو پر نوموړي تور پورې کړی وو چې د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول او په ۲۰۱۲ز کال کې پر نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ګډون د یو شمېر لویو بریدونو تر شا وو. د پېښور پر ښوونځي په وسله واله حمله کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مارچ کې د ملا فضل الله په سر د پینځه میلیونه ډالرو انعام ایښی وو.

ملا فضل الله په ۲۰۱۳ز کال کې په وزیرستان کې په ډرون برید کې د حکیم الله مسود تر وژل کېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان مشر شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فضل الله د وژل کېدو د خبرو هرکلی کړی وو.

شنونکي وايي، په ډرون حمله کې د نوموړي وژل ښيي چې واشنګټن، اسلام اباد او کابل د ترهګرۍ پر ضد همکاري کوي.

د چارو یو پوه رحیم الله یوسفزی وايي، که دا ډول همکاري دوام ولري نو نه یوازې تحریک طالبان پاکستان بلکې ټولې وسله والې ډلې به له مشکلاتو سره مخامخ شي.