د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د طالبانو مشر ملا فصل الله د ترهګرو په لسټ کې اچولی


د امريکا بهرنيو چارو وزارت پاکستاني طالبانو مشر مولا فضل الله د نړيوالو ترهګرو په ليسټ کې اچولی. د سېشنبې پر ورځ د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له دې سره به له هغه ټوله شتمني کنګلېږي، هېڅ امريکايي به د هغه سره کاروبار نشي کولی او همداراز په امريکا کې به له هغه سره راکړه ورکړه جرم وي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت پاکستاني طالبانو مشر مولا فضل الله د نړيوالو ترهګرو په ليسټ کې اچولی. د سېشنبې پر ورځ د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له دې سره به د هغه ټوله شتمني کنګلېږي، هېڅ امريکايي به د هغه سره کاروبار نشي کولی او همداراز په امريکا کې به له هغه سره راکړه ورکړه جرم وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې فضل الله نه يوازې تېره مياشت د پېښور پر ارمي پبلک د ترسره شوې حملې پړه منلې چې پکې ۱۴۲ ماشومانو په ګډون۱۵۱ کسان وژل شوي ول بلکې تر دې وړاندې يې د تعليم لپاره مبارزه کوونکې، ملالې يوسفزۍ د بريد او په دېر کې د مېجر جنرل ثناالله نيازي د وژلو په شان ترهګريزو پېښو پړه پر خپل سر اخيستې ده.

امريکا دا اعلان تر هغه وروسته کړی چې د سېشنبې پر ورځ يې د بهرنيوو چارو وزير د جان کېږي د پاکستان وزيراعظم نواب شریف او د پوځ له مشر راحیل شریف سره لېدلي دي.

XS
SM
MD
LG