د کمراټ ښایستونه او د رباب نغمې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تر اختر وروسته ګڼ خلک د دیر کمراټ ته چکر ته ځي. هلته د کالج یو لېکچرر ابرار احمد رباب غږوي او له خپلو ملګرو سره ساعت تېری کوي. په عین وخت کې ځېنو کسانو ګیله کړې چې په کمراټ کې ځېنې خلک د موسیقۍ د محفلونو اجازه نه ورکوي خو انتظامیه له داسې پېښو څخه بې خبري ښيي البته مني چې دوی هم په خپلو سرکاري مېلو کې موسیقي نه غږوي ځکه چې پر ضد یې ((حساسیتونه)) موجود دي. ویډیو وګورئ.