د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کمراټ کې خلک له موسیقۍ منع کړل شوي


یخ سوات، خوږه موسیقي او مست سیلانیان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

پراګ - د خېبرپښتونخوا د بر دير ضلعې مرستيال کمېشنر، تېمور خټک له هغو رپورټونو بې خبري ښيي چې ګواکې په کمراټ کې ځينې خلک سېلانيان موسيقۍ او ساعت تيرۍ ته نه پرېږدي.

دی وايي: ((خلک دلته راشي، په ګاډو کې ټيپونه ولګوي، ګډاګانې ورته کوي، دا کارونه خو هره ورځ روان وي. دا تاسو چې کومه خبره کوئ چې ګواکې د علاقې ځينې خلک موسيقۍ غږولو ته څوک نه پرېږدي، داسې څه موږ ته نه دي رپورټ شوي، که نه موږ به د هغو کسانو پر ضد کارروايي کړې وای. دا خو د سيل ځای دی، دلته به هر رقم خلک راځي. بيا هم که کومه پېښه کېږي، په اړه يې موږ ته بايد شکايت وشي.))

مرستيال کمېشنر دا څرګندونې د اتوار پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې تر هغې وروسته وکړې چې د سيمې ځېنو ځوانانو پر ټولنيزه ميډيا يو کمپاين پيل کړ او له مشال راډيو سره يې په خبرو کې له انتظاميې وغوښتل چې په کمراټ کې د سېلانيانو پر وړاندې د ځېنو سخت دريځو د ګواښونو نوټس واخلي.

وجيه الله خان د کوز دير د (دانوا) کلي اوسېدونکی او سول انجینر دی، چې د اختر مېلې لپاره له ملګرو سره کمراټ ته تللی وو.

دی وايي، په خپلو سترګو يې وليدل چې د سيمې ځېنو کسانو هنرمندان له موسيقۍ کولو منع کړل.

د ده په خبره، دوی له ځايي خلکو سره په خبرو کې معلومه کړه چې دا رقم پېښې په تکراري توګه مخ ته راځي.

((هنرمندان له خپلو ډولکو او باجو سره راغلي ول، غوښتل يې موسيقي وغږوي، نو د ببر سرونو او ږيرو والا کسان په راغلل او هغوی يې منع کړل. د سيمې له خلکو مو بيا واورېدل چې دا هم د کوهستان ځايي خلک دي او وايي چې دلته به څوک موسيقي نه کوي. خلک کمراټ ته تللي ول چې د اخنر خوشاليانې وکړي، خو هلته بېلا بېل بنديزونه لګېدلي ول. يو څه پوليس مو وليدل چې ټرافېک يې کنټرولاوه، نور د انتظاميې وجود مو حس نه کړ.))

هم د کوز دير يو شاعر، جميل خان جميل، چې په عربي هېوادونو کې کار روزګار کوي او د اختر نمانځلو لپاره خپل کلي ته تللی، په کمراټ کې د مذهبي سخت دريځه کسانو نفوذ اندېښمن کړی.

د ده په خبره، که انتظاميې پر وخت اقدام و نه کړ، نو ورته پېښې ښايي په شاوخوا سيمو کې هم وشي.

((موږ غواړو چې په سيمه کې مو دا رقم پېښې و نه شي، ځکه موږ ته مسالې جوړوي. که د دې پېښو مخه و نه نيول شوه، موږ به له سخت مشکل سره مخامخ شو. پوښتنه دا ده چې د سيمې انتظاميه چېرته ده او څه کوي؟ دغه خلک ګرځي، جاکټونه يې اچولي وي، دوی مخکې هم زموږ ژوند اور کړی وو. د دې عناصرو مخنيوی پکار دی، او که داسې نه وه نو ډېره ممکنه ده چې د دوی د سخت دريځه سوچ او کړنو اغېزې شاوخوا سيمو ته وغځي.))

د بر دير کمراټ سيمه د خپلو فطري ښکلاګانو لپاره شهرت لري او د ګرمۍ په موسم کې د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه يو د پام وړ شمېر خلک مخه ورته کوي.

حکومت د کمراټ فيسټيول په نوم يوه مېله هم جوړوي. خو د سيمې مرستيال کمېشنر تېمور خټک وايي، د موسيقۍ له پروګرامونه سره چون د سيمې ځينې خلک او سياسي ګوندونه حساسيت لري، ځکه نو دوی د کمراټ په مېله کې د موسيقۍ هېڅ کنسرټ نه جوړوي.

((موږ د کمراټ په جشن کې د موسيقۍ کوم پروګرام نه کوو، وجه يې دا وي چې د سيمې خلک د ټنګ ټکور له محفلونو سره حساسيت لري. ځېنې سياسي ګوندونه هم نه غواړي په سيمه کې د موسيقۍ کنسرټونه وشي.))

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۹ز کال کې په سوات او شاوخوا سيمو کې د طالبانو پر ضد خپل عمليات بريالي اعلان کړل، خو اوس هم وخت په وخت هلته د وسله والو بريدونو او د موسيقۍ او هنرمندانو پر وړاندې د ګواښونو پېښې کېږي.

XS
SM
MD
LG