د پاکستان افغانستان تعلقات او د مسکو کېدونکې غونډه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکيو د سېشنبې په ورځ ټيلي فوني تماس نيولی او د ډېورنډ کرښې د دواړه غاړو پر امنيتي وضعيت يې خبرې کړي. بل خوا د افغانستان په اړه د روس په کوربه توب د اپريل په نيمايي کې په مسکو کې غونډه کېږي او کابل د ټېټې کچې چارواکيو ورلېږولو پرېکړه کړې ده. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اسلام اباد او کابل پر تعلقاتو خبرې شوي. د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتي مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي د بحث ميلمانه دي.