د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسيا زړه کنفرانس پرېکړې به څومره عملي شي؟


اسلام اباد: د اسيا زړه کنفرانس برخوال. ۹ دسمبر ۲۰۱۵
اسلام اباد: د اسيا زړه کنفرانس برخوال. ۹ دسمبر ۲۰۱۵

د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث د اسیا زړه کنفرانس موضوع څېړي چې احمد شاه اعظمي يې وړاندې کوي.

د اسيا زړه استنبول پروسې پنځم کنفرانس د چارشنبې په ورځ په اسلام کې پای ته ورسېدی. د بهرنيو چارو وزيرانو په دې کنفرانس کې د سيمې اونړۍ د يو شمېر هيوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی و. د غونډې په پای کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز خبرې غونډې ته وينا وکړه.

د اسيا زړه کنفرانس پرېکړې به څومره عملي شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د آسيا زړه استنبول پروسه په ۲۰۱۱م کال کې د ترکيې په استنبول ښار کې پېل شوه چې تر اوسه يې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه څلور نور کنفرانسونه کړي چې د ځينو هيوادونو ولسمشرانو يا وزيراعظمانو هم ګډون پکې کړی دی. په افغانستان کې د امنيت او د سيمه ايزو هيوادونو تر منځ د همکارۍ زياتېدو په اړه دغه پروسه په لومړي سر کې د افغانستان او ترکيې لخوا په استنبول ښار کې پېل شوه چې د چين، روس، هند، ايران او سعودي په ګډون ۱۴ غړي لري. پر دې سربېره د آسيا زړه د ملاتړو هيوادونو شمېر ۱۷ دی چې امريکا، بريتانيه، جرمني او جاپان هم پکې شامل دي. بلخوا د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون ۱۱ نړيوال او سيمه ايز سازمانونه هم په دې برخه کې اخلي.

دا چې دا کنفرانس به څه ډول نتيجې ورکړي او د افغان سولې پروسه او د افغانستان او پاکستان اړيکې به کوم لور ته بوځي؟ د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث دا ځل همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې احمد شاه اعظمي يې وړاندې کوي.

د دې بحث مېلمانه د پاکستان پخوانی ډپلوماټ او د سيمه ايزو چارو کارپوه اياز وزير، له پښتونخوا ملي ګوند سره اړه لرونکی د پاکستان د سېنېټ غړی عثمان خان کاکړ او په کابل کې د سيمه ايزو چارو کارپوه عزيز امين احمد زی دي.

XS
SM
MD
LG