د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش د افغانستان او پاکستان لپاره نوی ګواښ


افغانستان: د خالي/شنبې په ورځ په کابل کې د داعش ځانمرګي برید ګڼو خلکو ته مرګژوبله واړوله
افغانستان: د خالي/شنبې په ورځ په کابل کې د داعش ځانمرګي برید ګڼو خلکو ته مرګژوبله واړوله

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې په کابل کې د وروستۍ ځانمرګې چاودنې ذمه وار به هېڅکله معاف نه کړي. دغه برید چې پکې له ۸۰ څخه زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ سېوا ژوبل شوي دي، ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) منلې ده.

څېړونکي اندېښنه څرګندوي چې یاده ډله په افغانستان او پاکستان کې خپل نفوذ زیاتوي او په دغه هېوادونو کې به له وړاندې له فعالو وسله والو ډلو هم لوی خطر جوړېږي.

د دفاعي چارو څېړونکی ریټایرډ برېګېډیېر سعد محمد وايي، که افغانستان او پاکستان ژر تر ژره په ګډه د امنیت لپاره کار ونکړي نو دا جنګ به نور هم وغځېږي:

((که په افغانستان کې روانه جګړه هم دغه شان جاري وي او د ختمېدو سر یې معلوم نه وي نو په دې کې به نوې وسله والې ډلې رامنځ ته کېږي چې موجوده ډلې به شاته پرېږدي او په افغانستان او سیمه کې به بدامني لا نوره سېوا شي.))

بلخوا د سیاسي او سیمه ییزو چارو افغان کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، په اصل کې د ټولو وسله والو ډلو سرچینه سختدریځي ده او پکار ده چې د خاتمې لپاره یې د ښو او بدو یا نويو او زړو وسله والو ډلو فرق ونشي:

((پاکستان او افغانستان ته پکار ده چې د وسله والو ډلو خلاف په مبارزه کې هېڅ ډول توپیر ونکړي. په دې لړ کې پاکستان ته صادقانه هڅې پکار دي. له دې علاوه داعش یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره خطر نه دی بلکې دا د سیمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی، نو پکار ده، پرضد یې نړۍ هم له افغانستان او پاکستان سره مرسته وکړي.))

نصر الله ستانکزی زیاتوي، په دې لړ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بداعتمادي ختمول ډېره ضروري ده. دا راز پخوانی برېګېډیېر سعد محمد وايي، په افغانستان کې هم د حکومت وسله والو مخالفینو ته پکار ده چې نور له جنګه لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي:

((له افغان حکومت سره په جنګ اخته وسله والو ته هم پکار ده چې د امن په لار روان شي او ترهګرو ډلو ته داسې موقع په لاس ورنکړي چې پکې دوی یوې غاړې ته پاتې شي. ځکه چې داعش وايي ټول اسلامي هېوادونه به په خپل اسلامي ریاست کې شاملوي او افغانستان یې هم یوه برخه ده.))

اسلامي دولت وسله واله ډله (داعش) چې بنیاد یې په عراق او شام کې ایښودل شوی، په افغانستان او پاکستان کې هم ورسره له طالبانو جدا شوي یو شمېر کمانډران او ډلې ملګري شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG