پېښور کې د ځواکونو چټک غبرګون د پراخې وژنې مخه ونیوله

د پېښور عیسايي کالونۍ کې د وسله وال برید مهال ټرېفیک پولیس سرتېری ماشومان بدرګه کوي. ۲سیټمبر ۲۰۱۶

د پېښور سره پر څڼدو له ورسک روډ سره نزدې د عیسايي اقلیت په یو کالونې د وسلوال برید په نتېجه کې یو عیسايي وګړی وژل شوی او له امنیتي ځواکونو سره د مخامخېدو مهال څلور تنه ځانمرګيو بریدګرو خپل ځانونه والوځول.

د پېښې په ځای کې د سکاوټ کمانډېنټ کرنل نعیم مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو پر وخت د برید مخه ونیوله:

''څلور ترهګر پر ورسک روډد عیسایانو کالونۍ ته ورننوتل، دوی ډزې کولې او د کالونۍ پر لویه دروازه ور دننه شو، هغه وخت زموږیو عیسايي ورور بهر راوتلو او د ترهګرو په ډزو کې ووژل شو. امنیتي ځواکونو هغوی په یوه نوې جوړېدونکې ودانۍ کی را -ایسار کړل او کله چې امنیتي ځواکونه دوی ته ورنزدې شول نو هغوی خپل ځانونه په خپلو ځانمرګیو واسکټونو والوځول.''

د کرنل نعیم په وینا دا برید سهار پاو باندې پنځه بجې ترسره شو او تر یولس بجو رسنیو ته هم هغلته کې نزدې د تلو اجازه نه وه. پر ورسک روډ یو ځايي تن مشال راډیو ته وویل:

''سهار موږ دومره ډېري ډزې او د بمونو اوازونه واورېدل چې موږ په وېره کې وو چې د عیسایانو کالوني یې ورانه کړه خوبیا وروسته موږ ته معلومه شوهچې حالات په قابو کې دي.''

کله چې رسنوالو ته د کرېسچین کالونۍ د دروازې مخې ته دورتلو اجازه ورکړل شوه نو هغه وخت همد بمونو ناکاره کوونکې ډلې یو لاسي بم ناکاره کړ.

د دغه بم شنډوونکي پولیس ساجد خان مشال راډيو ته وویل:

''ما له بمونو د حفاظت جامې واچولې او دننه ولاړم، نو په یوه کوټه کې مې یو ترهګر ولیدلو چې وجود یې په منځ نیمی شوی وو خو یو ځانمرګی واسکټ ورسره په خوا کې پروت وو نو هغه مې ناکاره کړو. ټول څلورو ځانمرګیو بریدګرو ځانونه الوځولي دي. بیا هلته په کورونو کې چې موږ ګرځېدلونو موږ ته شپږ لاسي بمونه له بېل بېل ځایونو ترلاسه شو او ټول مو ناکاره کړل او یو لاسي بم یې بهر راغورځولی وو چې ستاسو پر وړاندې مې ناکاره کړ.''

د بمونو ناکاره کوونکې ډلې مشر شفقت ملک بیا مشال راډیو ته وویل چې څلورو واړووسلوالو شپږ شپږ کلوګرامه ځانمرګي جېکټونه اغوستي ول.