له ځوان سندرغاړي شمالي افغان سره بانډار

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو ځوان سندرغاړی شمالي افغان مېلمه دی چې د نومیالي هنرمند استاد شاه ولي زوی دی او په کاناډا کې اوسي.

دی وايي، شاوخوا ۱۲ کلن وو چې کاناډا ته ورغی او هلته یې زده کړې پرمخ یوړې. افغان وايي، چې ماشوم وو نو پلار ته به یې ویل چې تبله ورته واخلي. د ده په خبره، د پلار سندرې یې چې اورېدې نو زښتې یې خوښېدې او غوښتل یې چې سندرې ووايي.

له نوموړي سره نورې خبرې او د ده سندرې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له شمالي افغان سره بانډار