د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد ګل استاد د خپل ژوند او هنر کیسه کوي


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې مو له نومیالي سندرغاړي استاد احمد ګل سره د هغه پر ژوند او هنر خبرې کړې دي.

احمد ګل استاد وايي، په وړوکتوب کې یې د غربت یا بېوزلۍ له کبله سکول پرېښود او بیا په هم هغه عمر کې د ده تره دی د پاکستان دولتي راډیو ته وروست او په یوه اوونۍ کې یې شپږ سندرې وویلې.

د ده په خبره، له هغې ورځې راهیسې یې په راډیو کې او بیا وروسته په ټیليوېژن کې سندرې ویلې دي.

احمد ګل استاد وايي، درې زامن یې هم هنرمندان دي.

دی وايي، کله یې چې ((نه مې دلبري وکړه، نه مې دلداري وکړه)) سندره وویله نو زښت مشهور شو.

له نوموړي سره نورې خبرې او سندرې په خپرونه کې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

له احمد ګل استاد سره د هغه پر هنر او ژوند خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG