"په پښتونخوا کې پر غیرحکومتي ادارو بندیز دی خو په پنجاب کې کار کوي"

Pakistan -- Pashtunkhwa: KPK Provincial assembly, 24Apr2015

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې ولې يې په دې صوبه کې پر داسې غېر حکومتي ادارو بنديز لګولې چې په پنجاب صوبه کې په ازاده کار کوي.

پېښور: د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې ولې يې په دې صوبه کې پر داسې غېر حکومتي ادارو بنديز لګولې چې په پنجاب صوبه کې په ازاده کار کوي.

دا غوښتنه د اسمبلۍ په پرونۍ غونډه کې شوې ده. د اسمبلۍ غړو د حکومت پر دې ګامونو سختې نيوکې وکړې.

دوی وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو لپاره د کارکوونکې خېريه ادارې (سېو دي چلډرن) په ګډون پر ځينوغير حکومتي ادارو بنديز لګولی او ځینې بیا له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان مرکزي حکومت څه موده وړاندې (سېو دي چلډرن) یانې ماشومان وژغورئ نومي اداره په پاکستان ضد فعالیتونو تورنه کړه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصیل د غلام غوث په رپوټ کې واورئ