'په پښتونخوا کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو وړاندیز نه منو'

له مشال ريډيو سره خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند سېنېټر نبي بنګشنن وويل چې ترهګرو ته د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د دفتر پرانيستلو وړانديز غير قانوني او افسوسناک کار دی.

عوامي نېشنل ګوند په سينټ کې د خيبرپښتونخوا صحت وزير شوکت يوسفزي د هغه بيان پر ضد مذمتي قرارداد جمع کړی چې پکې نوموړي تحريک طالبان پاکستان ته په خيبر پښتونخوا کې د دفتر پرانستو وړاندیز کړی وو.


له مشال ريډيو سره خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند سېنېټر نبي بنګشنن وويل چې ترهګرو ته د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د دفتر پرانيستلو وړانديز غير قانوني او افسوسناک کار دی.

بلخوا نن پيښور کې د قبايلي سيمو قومي مشرانو په يو خبري کنفرنس کې وويل چې د پوځ له خوا د دوی په سيمو کې عملياتو کې ترهګر نه بلکې عام خلک وژل کيږي.

د وزیرو د قوم يو مشر تواني خان له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی په سيمو کې غير اعلانيه هوايي عمليات روان دي چې ګڼ ځايي ولسي خلک پکې وژل شوي.

ياده دي وي چې شمالي وزيرستان د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو لپاره خوندي ځای او مرکز ګڼل کيږي. خو چارواکي وايي تر اوسه يې په هيڅ سيمه کې په باقاعده توګه پوځي عمليات نه دي شروع کړي.