'پښتونخوا کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو وړاندیز نه منو'
عوامي نېشنل ګوند په سينټ کې د خيبرپښتونخوا صحت وزير شوکت يوسفزي د هغه بيان پر ضد مذمتي قرارداد جمع کړی چې پکې نوموړي تحريک طالبان پاکستان ته په خيبر پښتونخوا کې د دفتر پرانستو وړاندیز کړی وو. له مشال ريډيو سره خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند سېنېټر نبي بنګشنن وويل چې ترهګرو ته د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د دفتر پرانيستلو وړانديز غير قانوني او افسوسناک کار دی.