'داسې کارونه له اسلامه وتلي خلک کوي'

په ځانمرګي برید کې ۴۷ کسان ووژل شول، چې د جمرود دې جومات ته راغلي ول

د قبایلي سیمې خیبر په جمرود تحصیل کې د غونډۍ په سیمه کې د مډو خېلو په جومات کې د جمعې (د اګست ۱۹مه) ځانمرګی برید وشو.

په دې برید کې ۴۷ کسان وژل شوي او شا و خوا ۷۰ ژوبل شوي دي.

برید د جمعې د لمانځه پر مهال شوی وو.

د سیمې یوه دیني عالم مولانا عبد الهادي مشال راډیو ته ویلي داسې کارونه له اسلامه وتلي خلک کوي.

د مولانا عبد الهادي خبرې تاسې دلته اورېدای شئ.

د جمرود په پېښه د مولانا عبد الهادي نظر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جمرود په پېښه د مولانا عبد الهادي نظر