د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې قومونو د نشه يي توکو او هوايي ډزو ضد تړون کړی


مشرانو سلا وکړه چې د نشه يې توکو استعمالوونکو ته به نصيحت کوي او که يې خبره و نه منله نو حکومت ته به يې سپاري - د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.
مشرانو سلا وکړه چې د نشه يې توکو استعمالوونکو ته به نصيحت کوي او که يې خبره و نه منله نو حکومت ته به يې سپاري - د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.

په خوست کې د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو تړون کړی چې د نشه يي توکو د پېر، پلور او کارونې اجازه به نه ورکوي.

د جون پر شپږمه، په دې تړون کې ويل شوي چې که څوک له دې قومي پرېکړې سرغړونه وکړي نو د خلکو له خوا به د قانوني مجازاتو په خاطر حکومت ته سپارل کېږي او که چا يې سفارش وکړ نو هغه به ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ناغه پرې کوي.

قومي مشرانو او ځوانانو هوايي ډزې هم د خلکو ژوند ته ګواښ وباله او پرېکړه يې وکړه چې که چا تر دې وروسته په خوښیو، ودونو، اخترونو او نورو مناسبتونو کې هوايي ډزې وکړې نو حکومت ته به ۲۰،۰۰۰ افغانۍ جریمه ورکوي.

نشه یانو ته به قومي مشران او ځوانان په اول قدم کې نصیحت کوو، که د نصیحت وړ نه وو نود ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ته به يې سپارو.
ګل نواز مندوزی

قومي مشر الحاج ګل نواز مندوزي مشال راډیو ته د تړون په اړه وويل، "موږ داسې کلکه پرېکړه وکړه، چې نشه یانو ته به موږ قومي مشران او ځوانان په اول قدم کې نصیحت کوو، که د نصیحت وړ نه وو، موږ به يې ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ته سپارو او هېڅ مشر به يې ملاتړ او سفارش نه کوي، که ويې کړ نو حکومت ته به ۱۰ زره افغانۍ جریمه ورکوي."

د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ مدني فعالان او د شوراګانو غړي د دا ډول قومي تړونونو د پلي کېدو پر وړاندې یوه ستونزه دا بولي چې د نشه يي توکو په کاروبار ډېری نیول شوي کسان قانوني سزاګانې نه ویني.

مدني فعال پتنګ بورا وویل، د نشه يانو مجازات "وهل ټکول نه دي، بلکې باید په قانوني توګه د حبس موده تېره کړي چې اصلاح" يې وشي.

ده وویل، که د نشه يي توکو کاروباریانو ته سزا ورنکړل شي نو دا قومي پرېکړې بیا نه پلي کېږي.

د خوست اوسېدونکي وايي، دا تړون به هغه وخت نور هم ګټور او اغېزناک وي چې کله د ولایت نور قومونه هم د نشه يي توکو پر خلاف تړونونه وکړي.

د بهرامخېلو قومي مشر ملنګ مجاهد پر ولسونو غږ وکړ چې دوی کولای شي د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د خلکو په شان د قومي تړونونو له لارې په خپلو سیمو کې د دې "ناوړه ټولنیزې پدیدې مخه ونیسي."

یوه اساسي پوښتنه دا ده چې په ولسي کچه د دې مهمې قومي پرېکړې او تړون په پلي کېدو څومره ډاډ موجود دی؟ د قومي شورا مشر وزیراخان وايي، دغه پرېکړې يې له ټولو قومونو سره په تفاهم کړې دي او اوسمهال خلک له هوايي ډزو او نشه یانو تنګ شوي دي.

په خوست کې د نشه يې توکو د کارونې، پلور او پېر پر ضد په غونډه کې ګڼو کسانو ګډون وکړ - د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.
په خوست کې د نشه يې توکو د کارونې، پلور او پېر پر ضد په غونډه کې ګڼو کسانو ګډون وکړ - د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.

نوموړي زیاته کړه، د دې قومي پرېکړې په خاطر یې له خلکو سره دوه اوونۍ سلا مشورې وکړې او بالاخره خلکو دغه پرېکړه ومنله او حکومت هم ورته د تړون د پلي کېدو ډاډ ورکړی دی.

بل لوري ته د خوست د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ مسوولین د نظم او د یوې روغې ټولنې د جوړولو لپاره قومي پرېکړې او تړونونه ارزښتناکه بولي.

د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوال صاحب ګل فرهاد وايي، دوی به په خپل مورد کې د دې قومي تړون د "بشپړ عملي کولو لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي."

د خوست د بېلا بېلو سیمو په یو شمېر قومونو کې د امنیت، نشه يي توکو د کاروبار او کارونې او غلاوو د مخنیوي په خاطر له مخکې هم ځینې تړونونه موجود ول خو دا لومړی ځل دی چې د خوست د یوې ولسوالۍ په کچه خلک او قومونه په خپلو کې دا ډول تړون کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG