د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ سپیکر د تحریک انصاف د یوشمېر غړو استعفا منلې ده


د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان په اړه د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.
د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان په اړه د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف ګوند د یوشمېر غړو استعفا تایید کړې ده.

د پاکستان سرکاري راډیو د جولای پر ۲۸مه ماښام په یوه خبر کې ویلي چې د قامي اسمبلۍ دفتر د هغو غړو د استعفاګانو په اړه خبرتیاوې هم خپرې کړې دي.

راډیو د اسمبلۍ د اطلاعاتو څانګې په حواله وايي چې خبرتیاوې یې د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته استولې دي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر د بشري حقونو د پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ، د پارلېماني چارو پخواني وزیر علي محمد خان او د اطلاعاتو او خپرونو چارو پخواني ریاستي وزیر فرخ حبیب په ګډون د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې دي.

په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف غړي د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو یوه ورځ وروسته مستعفي شوي ول.

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان په اړه د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته، د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د ګوند پارلېماني استازو په غونډه کې پرېکړه کړي وه چې د قامي اسمبلۍ ټول غړي به استعفا ورکوي.

د تحریک انصاف غړو په هم هغه ورځ پر داسې مهال استعفاګانې ورکړې وې چې د قامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړو شهباز شریف د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ.

خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د هغه وخت مرستیال مشر (سپیکر) قاسم سوري ویلي وو چې د "لنډمهالي سپیکر په حیث" یې د تحریک انصاف ګوند "د ۱۲۳ غړو استعفا منظور" کړې وې.

نوموړي د اپرېل پر ۱۴مه پر ټوېټر د خپل امر انځور خپور کړی وو او لیکلي یې وو چې د لنډمهالي سپیکر په ډول یې استعفاګانې ترلاسه کړې وې چې د ده په وینا، د پارلېماني چارو له "قواعدو او ضوابطو سره سم" یې ومنلې.

د پاکستان له قانون سره سم، د قامي اسمبلۍ هر غړی چې ګوښه کېدل غواړي، باید خپل استعفالیک سپیکر ته ورکړي او ورسره وګوري چې هغه یې د تاییدولو یا نه منظورولو پرېکړه وکړي.

د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو موضوع له هغه وروسته پسې وغځېده چې له یاد ګوند سره اړه لرونکی د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د اپرېل پر نهمه او د هغه مرستیال قاسم سوري د اپرېل پر ۱۶مه له دندې استعفا کړې وه.

تر هغه وروسته د پاکستان پیپلز پارټۍ او د هغوی د اتحادیانو شریک کاندید او پخوانی وزیر اعظم راجا پروېز اشرف د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر ټاکل شوی وو.

XS
SM
MD
LG