د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران د بریدونو تېزولو ګواښ کړی دی

په تهران کې خلک د امریکا او اسراییلو په حملو کې د زیانمنو شویو ودانیو په خوا کې روان دي - د مارچ څلورمې انځور
په تهران کې خلک د امریکا او اسراییلو په حملو کې د زیانمنو شویو ودانیو په خوا کې روان دي - د مارچ څلورمې انځور

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ایران د بریدونو د تېزولو دړکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو د مارچ پر څلورمه پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.

ټرمپ د مارچ پر درېیمه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له وزیراعظم یا چانسلر فریدریښ مېرڅ د یوې غونډې پر مهال وویل چې پر ایران "لوی او پراخ بریدونه" روان دي خو په راتلونکو ورځو کې به تهران له "لا ډېر زیان" سره مخامخ شي.

په عین حال کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر اېډمېرل بریډ کوپر د مارچ پر درېیمه په یو بیان کې ویلي دي چې په منځني ختیځ کې یې په "عملیاتو" کې تر ۵۰،۰۰۰ زیات سرتېري برخه اخلي.

هلته اسراییلو هم د مارچ پر څلورمه وویل چې پر ایران یې د پراخو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

اسراییل وايي، له امریکا سره یې په ګډه پر پینځمه ورځ هم د ایران پر دفاعي هوايي نظام، پر بېخبنا (انفراسټرکچر) او د توغندیو پر ویشتنځایونو تازه حملې کړې دي.

اخوا له تهرانه راغلي راپورونه بیا وايي چې چارواکو له خلکو غوښتي دي چې له ښاره دې وځي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي چې د ښار په واټونو کې پولیس، پوځ او زغروال موټرونه ولاړ دي.

په ایران کې پر انټرنېټ او رسنیو د محدودیتونو له وجې له هغه ځایه د ترلاسه شویو راپورونو تصدیق ګران دی خو په امریکا کې د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا یا HRANA) لیکي چې پر ایران په هوايي بریدونو کې تر دې مهاله ۱،۱۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۱۸۱ ماشومان دي.

د امریکا او اسراییلو د حملو په ځواب کې تهران هم په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو او تاسیساتو او پر اسراییلو د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG