امریکا په پاکستان کې د خپلو قونسلګریو عادي او ټیټ رتبه مامورینو او د هغوی کورنیو ته د هېواد د پرېښوولو امر کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر څلورمه پر خپله ووبپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د امنیتي خطر له وجې یې د قونسلګریو هغو ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې له هېواده دې وځي چې بیړنۍ چارې نه ترسره کوي.
واشنګټن دا ګام تر هغې وروسته اخیستی چې پر ایران د اسراییلو او امریکا تر بریدونو او پکې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وژل کېدو وروسته په پاکستان کې د امریکا قهرجنې مظاهرې وشوې.
د مارچ پر لومړۍ نېټه په کراچۍ کې پارېدلي مظاهرچیان د امریکا قونسلګرۍ ته ورننوتل او ودانۍ یې زیانمنه کړه.
د دې په غبرګون کې د قونسلګرۍ امنیت ساتونکو پر مظاهرچیانو ډزې وکړې چې پکې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د مارچ پر درېیمه پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي دي چې د روانې میاشتې تر اتمې نېټې پورې یې په لاهور او کراچۍ کې یې د ویزو ورکولو چارې ځنډولې دي.
امریکا تر دې وړاندې د مارچ پر دویمه په پاکستان کې په سفارت کې د ویزو ورکولو خدمات او ملاقاتونه ځنډولي ول.
د امریکا سفارت تر دې مخکې ويلي ول چې په پاکستان کې پر روانو مظاهرو نظر ساتي او پر ټولو امریکايي وګړو غږ کوي چې د ځان خوندیتوب ته پام وکړي.