د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اصلاح غوښتونکي اېتلاف د نومیالي سیاستوال خوشې کولو غوښتنه کړې


مصطفا تاجزاده د ایران د ستر مذهبي مشر سخت منتقد دی - پخوانی انځور.
مصطفا تاجزاده د ایران د ستر مذهبي مشر سخت منتقد دی - پخوانی انځور.

د ایران مخکښ اصلاح غوښتونکي اېتلاف د نومیالي اصلاح طلبه سیاستوال مصطفا تاجزاده د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړی تېره میاشت د ملي امنیت کمزوري کولو په تور نیول شوی وو.

د ایران د اصلاحاتو جبهې مشر بهزاد نبوي په یوه پرانیستي لیک کې، چې ځايي رسنیو د اګست پر ۲۰مه خپور کړی، غوښتنه کړې ده چې "بې طرفه" څارنوال دې د تاجزاده قضیه "په پرانیستي عدلت کې وڅېړي."

تاجزاده تېر کال د یوه سمونوال یا اصلاح غوښتونکي سیاستوال او "تر اووه کلونو پورې د سیاسي بندي" په حیث د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برخې اخیستو ناکامه هڅه کړې وه.

له رپورټونو سره سم، پر نوموړي د ملي امنیت پرضد د سازش یا دسیسې او د عامه افکارو ګډوډولو لپاره د دروغو خپرولو په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي دي.

۶۵ کلن تاجزاده چې پخوا د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی وو، د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سخت منتقد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG