د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت له ‌خوا په عام محضر کې اعدامونه "بوږنوونکي" بللي دي


په غزني کې د اعدام د سزا عملي کولو پر مهال يوشمېر خلک ورغونډ شوي دي ـ پخوانی انځور
په غزني کې د اعدام د سزا عملي کولو پر مهال يوشمېر خلک ورغونډ شوي دي ـ پخوانی انځور

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ‌خوا په عام محضر کې اعدامونه "بوږنوونکي" بللي دي.

د طالبانو حکومت د فبرورۍ پر ۲۶مه د جوزجان په شبرغان ښار کې په يوه ورزشي لوبغالي کې د لسګونو خلکو په حضور کې یو تن​ د قتل په تور اعدام کړ.

د طالبانو تر دې اقدام يوه ورځ وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفان دوجارېک يوې خبري غونډه ته وویل چې اعدام یوه "ناوړه کړنه" ده او هغوی به یې "تل پر ضد ولاړ" وي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې (عدالت) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په اعدام رسول شوي کس باندې په ابتداييه، متوسطه او ستره محکمه کې د قتل جرم ثابت شوی وو.

اعلامیه زياتوي، پر نظر محمد تور وو چې دوه کاله مخکې یې یو کس په چاقو وهلی او وژلی وو.

دا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري په یوه اوونۍ کې درېیم تن وو چې په عام محضر کې اعدام شو.

تر دې وړاندې، د طالبانو د حکومت سترې محکمې د فبرورۍ پر ۲۲مه خبر ورکړ چې په قتل تورن دوه تنه یې پر هغه ورځ د غزني د علي لالا کلي د فوټبال په میدان کې په داسې حال کې "قصاص کړل" چې د طالبانو چارواکي او عام خلک ورته ولاړ ول.

قصاص په اسلامي فقه کې غچ اخیستو ته ویل کېږی. دا هغه سزا ده چې مرتکب ته د هغه له جرم سره برابره یا سمه ورکول کېږي. د بشري حقونو سازمانونو تل د هغو مقدمو او د سزا په عمل کې د شفافیت په اړه اندېښنې ښوولې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو پر ضد بللي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په ګډون يوشمېر نړيوالو بنسټونو او ادارو په غزني کې په عام محضر کې دوو کسانو ته د مرګ د سزا ورکولو سخت مخالفت کړی وو.

يوناما د فبرورۍ پر ۲۲مه، پر اېکس پاڼه لیکلي ول چې ملګري ملتونه د مرګ د سزا سخت مخالفت کوي او دا کار د ژوند د اساسي حق سرغړونه ده.

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو له طالبانو د دې کار د بندېدو غوښتنه کړې ده.

نړیوالې ټولنې وخت په وخت د طالبانو پر یوشمېر حکومتي اقداماتو نیوکې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې محکمو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د قصاص او سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو بيانونو ته لا غبرګون نه دی ښوولی.

طالبانو په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG