د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۲مه په سوېټزرلينډ کې د يوې غونډې پر مهال د غزې تړانګې "د سولې بورډ" رسماً اعلان کړ.
نوموړي پر دې مهال وويل چې په دې بورډ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو يوشمېر "ځيرک (زیرک) مشران" ګډون لري او هيله من دی چې هغوی به په ګډه په غزه کې د سولې لپاره هلې ځلې پرمخ یوسي.
د سولې بورډ یوه نړيواله اداره ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې تایید کړې وه. د بورډ موخه د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ اوربند ته لاره هوارول او د غزې بیا رغول ښوول شوې وه.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د جنورۍ پر ۲۲مه د سوېټزرليند په ډېووس ښار کې له ولسمشر ټرمپ سره وليدل او د غزې "د سولې بورډ" د غړيتوب تړون يې لاسليک کړ.
تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۱مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې اعلان کړی وو چې د غزې "د سولې په بورډ" کې یې د غړيتوب په اړه د ولسمشر ټرمپ بلنه منلې ده.
د ټرمپ ادارې د غزې د سولې بورډ بلنې د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو مشرانو ته هم استولې دي چې پکې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د برېتانیې وزیراعظم کییر سټامر او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هم شامل دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه په يو بل بيان کې ويلي ول چې د پاکستان، مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، انډونیزیا، ترکيې، سعودي عرب او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې "په سولې بورډ" کې د شاملېدو لپاره د ولسمشر ټرمپ د بلنې هرکلی کړی دي.
په بيان کې ويل شوي ول چې "د سولې بورډ" به د سیمه ییزو او نړیوالو شخړو د کمولو، د همکارۍ د پیاوړتیا او د ثبات د هڅو لپاره ګډ چوکاټ برابر کړي.
اخوا د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتنیاهو هم د جنورۍ پر ۲۱مه د غزې په "سولې بورډ" کې د شاملېدو بلنه ومنله.
د راپورونو له مخې، "د سولې بورډ" په منشور کې دا د یو نړیوال سازمان په توګه اعلان شوی چې د نړیوالو قوانینو له مخې، د سولې لپاره د دندو ترسره کولو واک لري.
په منشور کې راغلي چې ټرمپ به "د سولې بورډ" مشر وي او تر څنګ به د امریکا د استازي رول هم ولري. د منشور له مخې، نوموړی به واک ولري چې د اجراییوي بورډ غړي وټاکي او فرعي ادارې جوړې یا یې له مينځه یوسي.
سپینې ماڼۍ تېره اونۍ "د سولې بورډ" د اجراییوي بورډ اووه بنسټګر غړي اعلان کړل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ لپاره د امريکا ځانګړی استازی سټيف وېټکوف، د ولسمشر ټرمپ زوم جېرډ کوشنر، او د برېتانیا پخوانی وزيراعظم ټوني بلېر پکې شامل دي.