د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو د غزې سولې بورډ کې د شاملېدو بلنه منلې ده


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره روغبړ کوي - انځور له رشيفه
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره روغبړ کوي - انځور له رشيفه

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا د ولسمشر لخوا د غزې په سولې بورډ کې د شاملېدو بلنه منلې ده.

د نتنیاهو پر رسمي اېکس (پخواني ټوېټر) د جنورۍ پر ۲۱مه لیکل شوي دي چې هغه به د نړۍ له مشرتابه څخه د جوړېدونکي دغه بورډ غړی وي.

د سولې بورډ یوه نړيواله اداره ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې تایید شوې وه. د بورډ موخه د اسراییلو او حماس ترمینځ اوربند ته لاره هوارول او د غزې بیا رغول ښوول شوې وه.

د غزې د سولې بورډ بلنې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو ته استول شوي دي چې پکې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د برتانیې وزیراعظم کېیر سټارمر او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم شامل دي.

په عین حال کې متحده عربي اماراتو او بحرین هم د غزې د سولې بورډ کې د شمولیت بلنه منلې ده او د نړۍ د اکثرو هېوادونو مشرانو ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ بلنه یې ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه وروسته له هغې پر فرانسې د تجارتي تعارفو د ۲۰۰ سلنه لوړولو خبره وکړه چې تر هغې وړاندې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مېکرون ته یوې نېږدې سرچینې د جنورۍ پر ۱۹مه فرانسوۍ ورځپاڼې "لې مونډې" ته وویل چې فرانسه د امریکا بلنې ته د مثبت ځواب ویلو اراده نه لري.

XS
SM
MD
LG