د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په پنجګور کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په بلوچستان کې د پوځي سرتېرو ګاډی د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.
په بلوچستان کې د پوځي سرتېرو ګاډی د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ د بلوچستان په پنجګور کې د درو مشکوکو وسلوالو وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۲۵مه ناوخته په بیان کې ويلي چې هغه کسان یې "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" په عملیاتو کې وژلي دي.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په دې اړه په یو بیان کې ویلي چې حکومت یې په صوبه کې د ناامنۍ زېږوونکو پرضد د امنیتي ځواکونو هر ډول مرسته کوي.

پوځ دا نه دي ویلي چې وژل شويو له کومې ډلې سره تړاو درلود او کومې وسلوالې ډلې هم لا څه نه دي ویلي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ د دې دعوې د کره والي پخلی نه شي کولای.

په تېرو څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په څېر په بلوچستان کې هم ناامني زیاته شوې. په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په صوبه کې د هدفي عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د ۲۰۲۵ز کال په اګست کې په ژوب کې د ۴۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تېر کال جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG