د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او امریکا د ډېره اسماعیل خان برید غندلی دی


د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه ـ پخوانی انځور
د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه ـ پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وروستی برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې یوه "ناوړه او بې رحمه" حمله یاده کړې ده.

د اسوشيېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، امنيت شورا د ډېسېمبر پر ۱۳مه په خپله اعلامیه کې له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې له پاکستان سره همکاري وکړي او د ډېسېمبر ۱۲مې د بريد له عاملينو، تنظیموونکو، مالي تمویلوونکو او ملاتړو سره حساب وکړي.

د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن هم پر خپله اېکس پاڼه هغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې د ژورې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې "موږ د پاکستان له خلکو سره ولاړ یو چې دا ډاډ ترلاسه شي چې د دې برید عاملين عدالت ته کش شي."

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۱۲مه ويلي ول چې د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې په ځانمرګي برید او تر هغې وروسته په نښتو کې يې ۲۳ سرتېري وژل شوي او تر ۳۰ زيات يې ژوبل شوي دي.

پاکستانيو چارواکو ویلي، په هغه ګاډي کې، چې ځان وژونکي د تاڼې له لویې دروازې سره چوولی وو، ۱۲۰ کېلوګرامه بارود ایښي ول.

هغه برید په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده. د حملې مسوولیت د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسلوالې ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG