د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په لړ کې اسټرالیا د عمان ملي لوبډلې ته د لومړي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې په ۹ وېکټو ماتې ورکړه.
د سري لنکا د کینډي په لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۰مې سیالۍ پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
د عمان لوبډله په ۱۷م اوور کې په ۱۰۴ منډو وسوځېده. اسټرالیا ټاکلی هدف په ۱۰م اوور کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ.
تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۹مه افغانستان د ورځې په درېیمه سیالۍ کې کاناډا ته په ۸۲ منډو ماتې ورکړه.
د چېنای په لوبغالي کې د سیالۍ پچه کاناډا وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) او ډګرساتنه (فیلډنګ) غوره کړل.
افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۲۰۰ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ ۹۵، صدیق الله اتل ۴۴ او رحمان الله ګربز ۳۰ منډې وکړې. د کاناډا جسکرن سېنګ درې او ډېلون هېلېګر یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې کاناډایۍ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۱۸ منډې وکړای شوې. هرش ټاکر ۳۰ او سعد بن ظفر ۲۸ منډې وکړې. د افغانستان محمد نبي څلور او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
ځدراڼ د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
پر همهغه ورځ زېمبابوې له سري لنکا څخه خپله سیالي په شپږو وېکټو وګټله. د کولمبو په لوبغالي کې د سیالۍ پچه سري لنکا وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) منتخب کړه.
کوربنې لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۷۸ منډې وکړې. پتوم نېسانکا ۶۲، پون رتنایکې ۴۴ او کوسال پرېرا ۲۲ منډې وکړې. د زېمبابوې ګرېم کرېمر، بریډ ایوانز او بلېسېنګ موزارباني دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د زېمبابوې لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ. براین بېنېټ ۶۵، سکندر رضا ۴۵ او تادېوناشي ماروماني ۳۴ منډې وکړې. دوشان هېمانتا دوه او داسون شانکا او دونیت وېلالګې یوه، یوه وېکټه واخیسته.
د زېمبابوې لوبډلمشر حسن رضا د سیالۍ غوره لوبغاړي انعام وګاټه.
داراز، د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز د اېټالیا ملي لوبډلې ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه.
د فبرورۍ له ۲۱مې څخه د نیو زیلینډ او پاکستان له لوبې څخه د اته غوره لوبډلو د پړاو سیالۍ پیلېږي.
له هغو پرته د وېسټ انډیز، زېمبابوې، سري لنکا، هند، جنوبي افریقا او انګلستان (انګلینډ) لوبډلې هم د اته غوره لوبډلو د سیالیو په پړاو کې شاملې دي.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، شاملې دي. له هغو ۲۰ لوبډلو څخه یې اته دویم پړاو ته وتلې دي او د افغانستان په ګډون نورې ورڅخه بهر شوې دي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.