د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: وېسټ انډیز اېټالیا ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه

وېسټ انډیزي لوبغاړي د اېټالیايي بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.
وېسټ انډیزي لوبغاړي د اېټالیايي بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې وېسټ انډیز د اېټالیا ملي لوبډلې ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه.

د هند کلکتې د عدن باغونو په لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۹مې د لومړۍ سیالۍ پچه اېټالیا وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) انتخاب کړه.

وېسټ انډیز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو وېکټو په زیان ۱۶۵ منډې وکړې. شای هوپ ۷۵ او روسټن چېس او شېرفېن ردرفورډ ۲۴، ۲۴ منډې وکړې. د اېټالیا بېنجمېن مانېنتي او کرېشن کالوګاماګې دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې اېټالیایۍ لوبډله په ۱۸ اوورونو کې په ۱۲۳ منډو وسوځېده. مانېنتي ۲۶، جې جې سمټس ۲۴ او اینتني موسکا ۱۹ منډې وکړې. د وېسټ انډیز شمار جوزف څلور، میتیو فورډ درې او ګوداکېش موتي دوه وېکټې واخیستې.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د سري لنکا او زېمبابوې لوبډلې د ورځې په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي. تر دې وروسته د افغانستان او کاناډا لوبډلې له یو بل سره لوبه لري.

تر دې یوه ورځ مخکې هند نېدرلینډز ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه. داراز، پاکستان له نمېبیا څخه سیالي په ۱۰۲ منډو وګټله او جنوبي افریقا متحده عربي اماراتو ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۰مه د اسټرالیا او عمان لوبډلې د نړیوال جام د لومړي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

تر دې یوه ورځ وروسته د نیو زیلینډ او پاکستان له لوبې څخه د اته غوره لوبډلو د پړاو سیالۍ پیلېږي.

د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، شاملې دي. له هغو ۲۰ لوبډلو څخه یې اته دویم پړاو ته وتلې دي او د افغانستان په ګډون نورې له سیالیو بهر شوې دي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG