د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: جنوبي افریقا او نیو زیلینډ نن نیمه پایلوبه لري

نیو زیلینډی لوبغاړی جېمي نیشم د جنوبي افریقا پر وړاندې د توپوهنې پر مهال - د فبرورۍ ۱۴مې انځور.
نیو زیلینډی لوبغاړی جېمي نیشم د جنوبي افریقا پر وړاندې د توپوهنې پر مهال - د فبرورۍ ۱۴مې انځور.

د جنوبي افریقا او نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د هند د کلکتې په عدن باغونو لوبغالي کې د مارچ څلورمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام دویمه پایلوبه د مارچ پر پینځمه د کوربه هند او انګلستان (انګلینډ) ترمینځ وشي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.

له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.

د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه وشي.

XS
SM
MD
LG