د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ای پي اېل کې دا ځل هېڅ‌ افغان لوبغاړی نه دی اخیستل شوی


مجیب الرحمان (له ښي لوري لومړی)، فضل حق فاروقي او نوین الحق پخوا په ای پي اېل کې لوبېدلي خو دا ځل نه دي اخیستل شوي - انځور له ارشیفه.
مجیب الرحمان (له ښي لوري لومړی)، فضل حق فاروقي او نوین الحق پخوا په ای پي اېل کې لوبېدلي خو دا ځل نه دي اخیستل شوي - انځور له ارشیفه.

د ۲۰۲۶ز کال لپاره د هند غوره ليګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) د ۲۰ اووره کرکټ سیاليو لپاره هېڅ افغان لوبغاړی نه دی اخیستل شوی.

د لوبغاړو د اخیستلو بهیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ابوظهبۍ کې وشو. دا ځل ۱۰ افغانان د کرکټ له ۳۵۰ هغو لوبغاړو څخه ول چې په لوبډلو کې د اخیستو لپاره وړاندې شوي ول.

هغه افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز، فضل حق فاروقي، نوين الحق، ګلبدین نایب، مجيب الرحمان، قیس احمد، وقار سليمانخېل، صدیق الله اتل، عرب ګل او وحيد الله ځدراڼ ول چې هېڅ لوبډلې وانخیستل.

البته راشد خان، نور احمد لکڼوال، الله محمد عضنفر او عظمت الله عمرزی په ای پي اېل کې شته دي.

راشد خان د ګجرات ټايټنز، نور احمد د چېنای سوپر کېنګز، غضنفر د ممبۍ انډينز او عمرزی په پنجاب کېنګز په لوبډلو کې لوبېږي. تر دې مخکې ګربز، فاروقي، نوین الحق، نایب، مجیب الرحمان او اتل هم په ای پي اېل سیاليو کې لوبېدلي دي.

د هند غوره ليګ کرکټ سیالۍ هر کال کېږي چې پکې شاملې لوبډلې د بېلابېلو تجارانو او کاروباریانو ملکيت وي چې د ښو لوبغاړو اخیستو لپاره هغوی ته کروړونه روپۍ ورکوي. د ۲۰۲۶ز کال ای پي اېل سیالۍ د مارچ له ۲۶مې پيلېږي.

XS
SM
MD
LG