سخاروف جایزې ته نومول شوې یزیدۍ مېرمنې
سږ کال د سخاروف جایزې لپاره دوې یزیدۍ مېرمنې سیالۍ ته نومول شوې چې د اسلامي دولته (داعش) له شکنجو یې خپلځان اېستلی وو. د بشري حقونو دغه جایزه د وتلي شوروي یاغي اندرې سخاروف په نامه ده چې هرکال یې اروپايي پارلمان ډالۍ کوي. په برسلز کې د ازادۍ راډيو خبریال ریکارډ یوزوییاک جایزې ته د نومول شویو پېژندګلو کوي چې د اکتوبر په اوومه نېټه به جایزه ورکول کېږي. له اروپايي پارلمان د ازادۍ راډیو ویډیو