اوکرایني چارواکي وايي، روسیې یې یو ځل بیا د هېواد د تېلو او ګیس پر بېخبنا (انفراسټرکچر) حملې کړې دي.
رویټرز اژانس د اوکراین د تېلو او ګیس ادارې (نفتوګاز) د مشر سېرګې کورېڅکي له خولې لیکلي چې روسیې دا بریدونه د فبرورۍ پر ۲۰مه په مرکزي سیمه پولتاوا کې کړي دي چې له وجې یې اورلګېدلی او بېخبنا ته زیان رسېدلی دی.
اژانس وايي، نوموړي پر فېسبوک په بیان کې ویلي چې دا د روان کال له پیل راهیسې ۲۰م ځل دی چې روسیه د نفتوګاز مرکزونه په نخښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل څلور کاله پوره کېږي.
د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګه وايي، له ۲۰۲۲ز راهیسې په هغه جګړه کې د روسیې شاوخوا ۱.۲ مېلیونه سرتېري وژل شوي، ژوبل یا ورک دي.
داراز، بېلابېلې نړیوالې ادارې اټکل کوي چې د اوکراین له ۶۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ پورې سرتېري هم وژل شوي دي. اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي البته وايي چې د جګړې له پیل راهیسې یې ۵۵،۰۰۰ سرتېري وژل شوي دي.
روسیې د اوکراین پر بېخبنا تازه حملې پر داسې مهال کړې دي چې د جګړې د ختمولو هڅې روانې دي.
د فبرورۍ پر ۱۸مه په جېنیوا کې د دواړو هېوادونو استازو ترمینځ دوه ورځنۍ خبرې وشوې.
زېلېنسکي د امریکا په ملاتړ په مذاکراتو کې په پوځي برخه کې د پرمختګ خبر ورکړ خو زیاته یې کړه چې په سیاسي چارو کې ځینې حساسه مسلې لا هم پر ځای پاتې دي.
په همدې وخت کې مسکو ویلي دي چې مذاکراتو ته دوام ورکوي.
د سپینې ماڼۍ استازي سټیف وېټکوف د فبرورۍ پر ۱۷مه ویلي ول چې په خبرو کې "پام وړ پرمختګ" شوی وو.
د جېنیوا غونډه د امریکا، اوکراین او د روسیې د استازو ترمینځ د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو وو.
تر دې وړاندې په جنورۍ کې د درېواړو هېوادونو استازو په ابوظبۍ کې لیدلي ول.