د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالم شېر مسید وايي کورنۍ یې د نقیب مسید د وژنې قضیه تر وروستي حده وړي


عالم شېر مسید وايي کورنۍ یې د نقیب مسید د وژنې قضیه تر وروستي حده وړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:14 0:00

د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید ورور ویلي دي چې د هغه د وژنې په قضیه کې د انصاف ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي. عالم شېر مسید له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو پلټنیزو ډلو ښوولې وه چې د پولیسو پخوانی افسر راو انوار او نور پولیس سرتېري د مسید په وژنه کې ککړ ول. خو عدالت د جنورۍ پر ۲۳مه په خپله لنډه فیصله کې وویل چې پولیس د تورونو په ثابتولو کې پاتې راغلي نو ځکه د انوار په ګډون ۲۵ تورن کسان بري کوي. هغو کسانو هم پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کاوه. عالم شېر مسید وايي، یوازې د ده کورنۍ نه بلکې دولت هم د نقیب مسید مقدمه وبایلله ځکه چې ریاست هم په قضیه کې مدعي وو. دی وايي، په تېرو پینځو کلونو کې ورته ګواښونه هم شوي دي او د پیسو وړاندیزونه هم ورته شوي دي خو کورنۍ یې د نقیب الله مسید په قضیه کې د انصاف له غوښتنې نه په شا کېږي. ده دا و نه ویل چې ګواښونه ورته چا کړي دي. له مسید سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG