د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس صدیقي : استخباراتي اداره په عدالتي فیصلو کې لاس وهنه کوي


اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ
اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ

د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د نوموړي پرضد په سپريم جوډيشل کونسل کې یو ريفرنس جمع کړل شوی دی او چیف جسټس ثاقب نثار به د هغه پر ضد د عدالتي کاروايۍ مشري کوي.

پراګ: د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي ویلي د هېواد استخباراتي اداره ای ایس ای په عدالتي فیصلو کې لاس وهنه کوي او د خپلې خوښې فیصلو ته يې اړ کوي.

نن [شنبه] په راولپنډۍ کې د وکیلانو اتحاديې ته د وینا پر وخت نوموړي زیاته کړه چې ای اېس ای ورته د خپلې خوښې د فیصلو ورکولو په بدل کې له وخته مخکې د چیف جسټس جوړولو وړاندیز کړی وو.

د هايکورټ جج دا هم وویل چې د استخباراتي ادارې چارواکیو غوښتل چې نواز شريف او د هغه لور مریم نواز د عامو انتخاباتو نه وړاندی له زندانه بهر را ونه ايستل شي.

بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د تېر زيارت پر ورځ د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ته ویلي وو چې پوځ په انتخاباتي بهیر کې هېڅ رول نه لري او یوازې د امنیت دنده ورسپارل شوې ده. د پاکستان پوځ له دې مخکې هم په نورو ادارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي دا خبرې په داسي حال کې کړي چې د نوموړي پرضد په سپريم جوډيشل کونسل کې یو ريفرنس جمع کړل شوی دی او د پاکستان سپريم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار به د هغه پر ضد د عدالتي کاروايي مشري کوي. خو د دې مقدمې د اوريدنې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG